ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجروح: تېرکال د نري رنځ له امله نږدې لس زره کسان مړه شوي

مجروح: تېرکال د نري رنځ له امله نږدې لس زره کسان مړه شوي

author avatar
24 Mar 2021 - 16:13
مجروح: تېرکال د نري رنځ له امله نږدې لس زره کسان مړه شوي
author avatar
24 Mar 2021 - 16:13

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۰): د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې تېر کال په هېواد کې د نري رنځ ناروغۍ له امله ۹۸۰۰ کسان مړه شوي او ۵۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحيدالله مجروح د وري په ۴مه کابل کې د نري رنځ نړیوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه وویل: ((په تېر کال کې د نري رنځ ناروغۍ له امله ۹۸۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ۵۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.))

د هغه په وینا، په نويو پېښو کې ۵۷ سلنه ښځې او ۲۰ سلنه بيا هغه ماشومان شامل دي چې عمرونه یې له ١٥ کلونو څخه کم دي.

دغه راز د نري رنځ د مخنيوي د همکارانو بورد رییسې سیما سمر وویل، تر هغه چې په هېواد کې بېوزلي له منځه لاړه نه شي، نرى رنځ هم له منځه نه ځي.

هغې ټينګار وکړ چې له نري رنځ سره يواځې د حکومت مبارزه بسنه نه کوي خلک هم بايد په دغه برخه کې فعاله ونډه واخلي.

همدرانګه د نري رنځ په اړه د روغتیا نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس له امله د تېرکال په اوږدو کې په افغانستان کې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام زيانمن شوى دى.

سرچينې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان تر ډېره ښځې او په دویم ګام کې بيا ماشومان په نري رنځ اخته کيږي.

د خبرپاڼې په حواله: ((هرکال د کابل په افغان جاپان روغتون کې د نري رنځ نارغانو درملنه کېده خو تېرکال دغه روغتون د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړى شو چې له امله يې د نري رنځ ٢٧٠٠٠ ناروغان له تشخيص او درملنې څخه پاتې شول.))

د يادې غونډې په پاى کې د امریکا سفارت او د عامې روغتیا وزارت ترمنځ يو پنځه کلن تړون هم لاسلیک شو چې له مخې به يې د امريکا سفارت د نري رنځ د مخنيوي او په نورو برخو کې له عامې روغتيا وزارت سره ماليي او تخنيکي مرستې کوي.

داسې مهال د عامې روغتيا وزارت په تېرکال کې د نري رنځ له ناروغۍ څخه د ٩٨٠٠ کسانو د مړه کېدو خبر ورکوي چې بيا د همدې وزارت د شمېرو له مخې د کرونا ناروغۍ له امله په شاوخوا يو کال کې ٢٤٦٧ کسان مړه شوي دي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.