ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پر کابل پوهنتون د ډله ييز بريد یو طراح نيول شوی

ننګرهار کې پر کابل پوهنتون د ډله ييز بريد یو طراح نيول شوی

author avatar
25 Mar 2021 - 12:10
ننګرهار کې پر کابل پوهنتون د ډله ييز بريد یو طراح نيول شوی
author avatar
25 Mar 2021 - 12:10

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د ملي امنيت ۰۲ قطعې د دغه ولایت په اچين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال پر کابل پوهنتون د ډله ييز بريد طراح نيولی دی.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات کړي چې پر مهال يې د داعش ډلې غړی حضرت علي چې د ابو سعید اعظم،شاهین ننګرهاري او د حمزه خراساني په نومونو مشهور دی، له دوو شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شو.

هغه زياته کړه چې حضرت علي د کابل پر پوهنتون د ډله ییز برید پلانولو ترڅنګ د داعش ډلې له مشرانو سره  په عراق، سوریه او د بلجیم په هېوادونو کې اړیکې درلودې او هم یې د عامه خلکو په زړونو کې د وېرې خپرولو په موخه د یادې ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات کول.

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وري په ۵مه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د ننګرهار اچین ولسوالۍ په شنه لګړه سیمه کې يې تېره شپه ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپانه کاږي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې یې د داعش ډلې يو مهم غړی حضرت علي مشهور په ابو سعید اعظم له دوو مشکوکو کسانو سره یو ځای نيولی دی.

د خبرپاڼې معلوماتو پر اساس، نیول شوي کس د کابل پر پوهنتون ډله ییز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې له مشرانو سره ان په عراق، سوریه او بلجیم هېوادونو کې اړیکې درلودې او هم یې  د عامه ولسونو په زړونو کې د وېرې خپرولو په موخه  د یادې ډلې  لپاره تبلیغات  کول.

په عملیاتو کې له نیول شوي کس څخه دوه تومانچې هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې چې په سیمه کې له منځه وړل شوې دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

پر کابل پوهنتون بريد تېر کال د لړم میاشتې په دوولسمه نېټه وشو.

ويل شوي چې دغه بريد د دوو برید کوونکو له لوري ترسره شوی دی.

د چارواکو په وینا چې په یاد بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۷ ټپيان وو. د دغه بريد مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخيست، خو دولت یې پړه پر طالبانو واچوله.

څو ورځې مخکې په پروان ولايت کې يوې محکمې د عادل په نوم په دغه بريد کې يو لاس لرونکي پر اعدام محکوم کړ.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.