کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : ځايي چارواکي وايي چې پر کونړ ولايت د پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د کونړ والي اقبال سعيد د وري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون پاکستانيو ځواکونو د دې ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ ١٦ توغندي توغولي وو.
هغه زياته کړه، په دې بريدونو کې يو ځوان وژل شوى او دوه نور کسان ټپيان دي.
بلخوا د کونړ له امنيه قوماندانۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاپړي درې او سپيرو غونډو پر سيمو لګېدلي دي.
په ولسي جرګې کې د کونړ د خلکو استازي جاوېد ساپي د دې بريدونو د غندلو ترڅنګ ويلي چې افغان ځواکونو ځوابي بريدونه کړي دي.
د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني ځواکونه پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP