ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو بريدونو کې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو بريدونو کې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
26 Mar 2021 - 10:39
پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو بريدونو کې درېيو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
26 Mar 2021 - 10:39

کابل (پژواک، ٦ ورى ١٤٠٠) : ځايي چارواکي وايي چې پر کونړ ولايت د پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

د کونړ والي اقبال سعيد د وري په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون پاکستانيو ځواکونو د دې ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ ١٦ توغندي توغولي وو.

هغه زياته کړه، په دې بريدونو کې يو ځوان وژل شوى او دوه نور کسان ټپيان دي.

بلخوا د کونړ له امنيه قوماندانۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاپړي درې او سپيرو غونډو پر سيمو لګېدلي دي.

په ولسي جرګې کې د کونړ  د خلکو استازي جاوېد ساپي د دې بريدونو د غندلو ترڅنګ ويلي چې افغان ځواکونو ځوابي بريدونه کړي دي.

د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستاني ځواکونه پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 303

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.