هرات ښار (پژواک، ١١ وری ١٤٠٠): په هرات ولایت کې په ترافیکي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هرات عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د هرات- کندهار پر لویه لار یوه فلانکوچ له بل موټر سره ټکر کړی دی.
نوموړی وايي چې په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
بلخوا د هرات امبولانس مسوول ابراهیم محمدي وویل، له یادې پېښې دوه جسدونه او درې ټپیان د هرات امبولانس له خوا روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادونې ده، ډېری ترافیکي پېښې د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن