ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واکسيناتورانو له وژل کېدو وروسته ننګرهار کې د پوليو واکسين کمپاين وځنډول شو

د واکسيناتورانو له وژل کېدو وروسته ننګرهار کې د پوليو واکسين کمپاين وځنډول شو

author avatar
31 Mar 2021 - 12:14
د واکسيناتورانو له وژل کېدو وروسته ننګرهار کې د پوليو واکسين کمپاين وځنډول شو
author avatar
31 Mar 2021 - 12:14

جلال اباد (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، دغه ولايت کې د درېيو ښځينه واکسيناتورانو تر وژل کېدو وروسته دغلته د پوليو واکسين کمپاين د لنډمهال لپاره ځنډول شوی دی.

پرون په دوو جلا وسله والو بريدونو کې د جلا اباد ښار په څلورمې او اوومې ناحيو کې د پوليو درې ښځينه واکسيناتورانې ووژل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر جان محمد صاحبزاده د وري په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د پوليو واکسين کمپاين په لنډمهالي ډول له دغو پېښو وروسته ځنډول شوی دی.

هغه زياته کړه چې پرون تر بريد وروسته او نن کمپاين ځنډول شوی، خو پرځای به يې سبا پنجشنبه او د جمعې په ورځو کې کمپاين بېرته پيل شي.

په ختيځه حوزه کې د پوليو واکسين د تطبيق عملياتي مرکز مشر ډاکټر نجيب الله کاموال هم پرون پژواک ته ويلي و، چې تر پېښې وروسته د پوليو واکسين کمپاين د ننګرهار د والي په لارښوونه تر وروستي امر پورې ځنډول شوی دی.

پر دغو دوو پېښو سربېره پرون سهار مهال جلال اباد ښار کې د ننګرهار د کتلوي معافيت پر مرکز چې د پوليو واکسين ساتلو مرکز هم دی چاودنه شوې وه، که څه هم ځاني زيان یې نه درلود، خو مالي زيانونه يې اړولي و.

د دغو پېښو مسوليت چا نه دی منلی.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.