هرات ښار (پژواک، ١٢ وری ١٤٠٠): د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د موټربم برید او تورغونډۍ پر لویه لار چاودنې له امله ۱۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه په شینډنډ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی دی.
هغه زیاته کړه چې طالبان په مخامخ جګړه کې پاتې راغلي او اوس موټربم بریدونه ترسره کوي.
قتالي وویل چې له برید وروسته په سیمه کې جګړه هم شوې چې په پایله کې یې د ملي امنیت څلور سرتېري وژل شوي او څلور نو ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، په هرات کې د یوې چاودنې له امله ۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، نن سهار (پنجشنبې) د هرات- تورغونډۍ لویې لارې په کمرکلاغ سیمه کې د پولیسو پر پوسته چاودنه شوې ده.
د هرات عامې روغتیای ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وایي چې په دې چاودنه کې دوه وژل شوي او دوه ټپي پولیس د هرات- امبولانس له خوا روغتون ته وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۷ رامنځته شوې ده.
د هرات پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده هم دا چاودنه تاییدوي او وایي چې پلټونکي ټيمونه د پېښې سیمه ته رسېدلي چې جزئیات به یې وروسته شریک شي.
د یادې چاودنې څرنګوالی تر اوسه نه دی معلوم.
د دغو بریدونو مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن