ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار او پښتونخوا قبايلي مشرانو تورخم کې د ستونزو د حل په موخه جرګه وکړه

د ننګرهار او پښتونخوا قبايلي مشرانو تورخم کې د ستونزو د حل په موخه جرګه وکړه

author avatar
1 Apr 2021 - 15:37
د ننګرهار او پښتونخوا قبايلي مشرانو تورخم کې د ستونزو د حل په موخه جرګه وکړه
author avatar
1 Apr 2021 - 15:37

جلال اباد (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار د دوولسو ولسواليو د قبايلي سيمو قومي مشرانو د کوزې پښتونخوا له مېشتو پښتنو قومي مشرانو سره تورخم دروازه کې مسافرو ته د موجوده ستونزو د حل په موخه جرګه کړې ده.

دغه قومي مشران وايي، غوښتنه يې دا ده چې په تورخم دروازه دې هم له پاکستان سره د نورو دروازو په څېر پر تذکره د تګ راتګ زمينه برابره شي.

دوى وايي، اوس دوی هغې غاړې ته ورغلي وو او هغوی ته يې هم بلنه ورکړې چې دلته راشي او د ستونزو د حل لپاره پر يوه ګډه تګلاره کار وکړي.

قومي مشرانو ګوتڅنډنه وکړه که يې غوښتنې ونه منل شوې او ستونزې حل نه شوې نو دوی به د تورخم دواړو غاړو ته لويې لارې وتړي.

ننګرهار کې د قومونو د يووالي شورا مشر لعل اغا کاکړ چې د دغې جرګې مشري يې کوله وويل، دوی د ننګرهار د ۱۲ ولسواليو چې پر ډيورنډ فرضي کرښه پرتې دي، ۴۵ قبايلي مشران د کوزې پښتونخوا لنډي کوتل قبايلي سيمې ته په جرګه لېږلي وو.

د هغه په خبره، په لنډي کوتل سيمه کې د دواړو خواوو د شينوارو، مومندو، اپريدو او نورو مېشتو قبايلي قومونو مشرانو په دغه جرګه کې برخه اخیستې وه او په تورخم کې له شته ستونزو يې شکايت درلود.

دی وايي: ((په دې جرګه کې موږ په تورخم کې د تګ راتګ ستونزې د حل لپاره غږ کوو او د ستونزو حل ترڅنګ غواړو چې تګ راتګ لکه د پخوا په څېر بېرته په تذکره شي. بله ستونزه د سوداګرۍ ده، هاخوا تر جمروده او دېخوا تر ثمرخېلو کروندې نشته خلک ټول همدې سوداګرۍ ته پراته و خو اوس سوداګري ټکنۍ شوې او دا خلک ټول بې روزګاره شوي دي.))

کاکړ زياته کړه، د کوزې پښتونخوا مشرانو ته يې هم د راتګ بلنه ورکړې چې دواړو حکومتونو باندې ولسي فشار راوړل شي او تورخم کې ستونزې حل شي.

قومي مشرانو ويل، تورخم کې نه د ښځو لپاره خوندي لار شته، نه د ناروغانو خیال ساتل کېږي او نه هم نورې اسانتياوې شته چې ټولې ستونزې د وېزې او پاسپورټ له امله رامنځته شوې دي.

قومي مشر ملک عارف خان شينواري وويل: ((پاسپورټ ته به د چا وسه وي د چا نه، خپلوۍ دي مريضۍ دي د چا به وس وي د چا به نه وي، هغوی هم ښه ډاډګېرنه راکړه، ویې ويل چې کمېټه به تاسو هم جوړه کړئ او موږ به يې هم جوړه کړو، که کوم حکومت کې ستونزه وه، په ګډه به ورسره کېنو او خبرې به شريکوو.))

بل قومي مشر ملک کفتر خان شينواري وويل، چې دواړو خواوو ته خلک خپلوۍ لري له ډېرو يې ځکه مړي ژوندي پاتې دي چې د پاسپورټ جوړولو توان ورسره نه شته دی.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په تورخم کې د مسافرينو ستونزې زياتې شوې او له دې دروازې څخه دتېرېدو پر مهال پنځه شپږ ساعته وخت لګول کېږي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.