ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخوانی طالب چارواکی د کندهار د حج او اوقافو د رییس په توګه وټاکل شو

پخوانی طالب چارواکی د کندهار د حج او اوقافو د رییس په توګه وټاکل شو

author avatar
5 Apr 2021 - 17:53
پخوانی طالب چارواکی د کندهار د حج او اوقافو د رییس په توګه وټاکل شو
author avatar
5 Apr 2021 - 17:53

کندهار (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۰): پخوانی طالب چارواکی مولوي منظور حسیني د کندهار د حج او اوقافو ریاست د رییس په توګه نن د ولایتي ادارې له خوا خلکو ته ور وپېژندل شو.

د هغه د معرفي په مراسمو کې د کندهار مرستیال والي فیصل شېرزي او یو شمېر چارواکو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه.

فیصل شېرزي وویل، د مرکزي ادارې د لزوم دید او د ولسمشر په حکم مولوي محمد منظور حسیني د کندهار د حج او اوقافو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

هغه زیاته کړه، له نوي رییس څخه د خدمت هیله لري او د اړوند ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل چې له هغه سره همکاري وکړي.

په خپله مولوي محمد منظور وویل، خوښ دی چې پر ده باور شوی او د دې ولایت د حج او اوقافو د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

ده له خلکو سره ژمنه وکړه چې خلکو ته خدمت یې شوق او ذوق دی او د اصلاحاتو او سمون لپاره به کار کوي.

مولوي محمد منظور حسیني د هغو ۳۹ طالب چارواکو (والیانو، ولسوالانو او قوماندانانو) له ډلې دی چې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هڅو د طالبانو له لیکو را جلا او له حکومت سره یو ځای شو.

حسیني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بادغیس د امنیه قوماندان، د المپیک کمېټې عمومي رییس او د سوېل زون د نظامي مسوول په توګه او را وروسته د هغوی په نظامي لیکو کې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي.

هغه د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال له کندهار څخه ولسي جرګې ته ځان هم نوماند کړی و خو بریالی نه شو.

نوموړي څه موده وړاندې له پژواک خبري اژانس سره د یوې مرکې پر مهال له حکومته ګیله کړې وه چې دوی ته پاملرنه نه کوي.

هغه په کندهار کې د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هڅو د جوړ شوي ولس غږ سیاسي حرکت غړیتوب هم لري.

د دغه حرکت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، مولوي محمد منظور حسني د هغو ۱۰ کسانو په ډله کې دی چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان یې له ولسمشر څخه په دولتي دندو د ګومارلو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر په دې وروستیو کې د دغه حرکت یو شمېر کسان د سلاکارۍ، د ولایت د مرستیالۍ او ریاستونو تر کچې په دندو ګومارلي دي.

Views: 734

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.