جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په بېلابېلو نښتو کې څلور سيمه ييز پوليس او نهه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې د وري په ۱۷مه د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند غازي بابا پوسته باندې وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کړی دی.
هغه زياته کړه چې د دغه بريد له امله څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسلې يې طالبانو وړې دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان پژواک ته وويل چې په دې اړه معلومات نه لري.
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو په ياده سيمه کې پر دوو پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوږياڼو ولسوالۍ نکړخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې نښته کې نهه طالب وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د رسنيو دفتر تاييد کړه چې د نښتې له امله دوه سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن