Language

افغانستان کې ٩٤ کسان تازه پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ١٧ ورى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او دوه نور کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٣٧٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٩٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٦٨٧٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٢٠ په لغمان، ١٧-١٧ په کابل او ننګرهار، ٩ په میدان وردګ، ٧ په هرات، ٥-٥ په پکتيا، نيمروز او هلمند، ٣-٣ په بلخ او غزني، ٢ کندهار او يو هم په کونړ ولايت ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥١٩٢٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دو کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٥١٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه ١٣٢،٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه نږدې ١٠٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٢،٨ ميليونه يې له امله مړه شوي دي.