ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې په تېره يوه مياشت کې ١٣ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي

پکتيا کې په تېره يوه مياشت کې ١٣ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي

author avatar
6 Apr 2021 - 14:05
پکتيا کې په تېره يوه مياشت کې ١٣ کسان په هدفي بريدونو کې وژل شوي
author avatar
6 Apr 2021 - 14:05

ګردېز (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۰): پکتيا کې يو ځل بيا هدفي وژنې ډېرې شوې، د ترلاسه شويو شمېرو له مخې په تېرو څلورو اوونيو کې په دغه ولايت کې ١٣ کسان د هدفي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ګردېز اوسېدونکي او ولايتي شورا ياد حالت اندېښمن کړي او له اړوندو ادارو په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دوی نيوکه کوي چې کشفي او استخباراتي ارګانونه په خپلو چارو او د يادو بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي او د روان حالت دوام د منلو نه دی.

د ګردېز ښار د درېيمي ناحيې اوسېدونکی روح الله وايي چې ځينې وسله وال کسان او ډلې د ښار په اړوندو سيمو کې مشخص کسان په نښه کوي او بېرته په تېښته هم بريالي کيږي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((هره ورځ شپه چې سهار کيږي؛ يو څوک ترور شوی وي، بيا يې قاتل هم نه وي معلوم. ګردېز ښار دومره لوی هم نه دی، چې څوک دې په کې ورک شي.))

د ګردېز ښار اوسېدونکې جميله ځلا وايي، چې روانو ناامنیو د ښځو پر ژوند هم منفي اغېز کړی او د نارینه وو سربېره ښځې هم په ډاډه زړه د زده کړو او کار لپاره له کوره نه شي وتلی.

ځلا وايي: ((د امنيتي حالت ښه کېدو لپاره بايد سخت کار وشي. د نامسوولو، لوفرو او لنډه غرو کسانو مخه دې ونيول شي. د ترهګري د مخنيوي لپاره دې پټ کشفي فعاليتونه زيات شي؛ ځکه دلته اوس خلک ذهني سکون نه لري.))

د پکتيا ولايتي شورا هم روان وضعيت اندېښمنوونکی بولي.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی د يادو بريدونو د زياتېدو يو لامل کمزوری استخباراتي پوښـښ يادوي او ټينګار کوي چې د امنيتي او کشفي ارګانونو تر منځ بايد همغږي لا زياته شي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((وسله والو طالبانو خپل جنګي تکتيک بدل کړی او له دې لارې غواړي د سولې هڅې له ستونزو سره مخ کړي او هم يې زموږ مهم کادرونه وژلي د دا ډول بريدونو مخه بايد په هماغه نطفه کې خنثی شي.))

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر هم د ځينو امنيتي پېښو زياتېدل مني او په دې برخه کې له خلکو د همکاري غوښتنه کوي.

سرتېر وايي: ((په دې وژنو کې يې ځينې د شخصي ستونزو له امله شوې دي، خو داسې يوه پېښه هم بايد ونه شي. د دې پېښو مخه يواځې پوليس نه شي نيولی، بلکې د ټولنې هر غړی پوليس او مسوول دی. وسله وال طالبان تل وحشت کوي او موږ د دوی د ډېرو بريدونو مخه هم نيولې ده.))

د پکتيا ولايتي اداره هم د يادو امنيتي ستونزو زياتېدل مني او وايي چې د مخنيوي لپاره يې د ښاري ګارنيزيون د فعاليت ۲۴ ساعته کولو سربېره ځينې نور تدابير هم نيولي دي.

د يادونې ده چې په هدفي بريدونو کې د وژل شويو کسانو په ډله کې د ولايتي شورا يو غړی، دوه ملکي څارنوالان، دوه قومي مشران او ځينې نور کسان شامل دي.

Views: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.