ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ډاکتران: له تېرو درېيو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي راکړل شوي

د بغلان ډاکتران: له تېرو درېيو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي راکړل شوي

author avatar
7 Apr 2021 - 14:41
د بغلان ډاکتران: له تېرو درېيو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي راکړل شوي
author avatar
7 Apr 2021 - 14:41

پلخمري (پژواک، ١٨ ورى ١٤٠٠): د بغلان ډاکتران وايي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخواوې نه دي اخيستې او ګواښ کوي که دغه ستونزه يې ژر حل نه شي، کار بنديز اعلانوي.

د يادو ډاکترانو له ډلې د بغلان ولايتي روغتون ماشومانو څانګې مسوول ډاکتر سيد اکبرشاه پژواک ته وويل چې د تېر کال تر مرغومي مياشتې د يوې موسسې له لارې د دوى مياشتني تنخواوې ورکول کېدې.

هغه وايي: ((درې مياشتې مخکې يې موږ ته وويل چې نور موسسه معاش نه درکوي او عادي دولتي معاش درکول کېږي، خو درې مياشتې وشوې تر اوسه هغه عادي معاش يې هم نه دى راکړى.))

د نوموړي په وينا، د موسسې له لوري ډاکترانو ته د مياشتې ٢٨زره افغانۍ تنخوا ورکول کېده خو عادي دولتي معاش به د دوى اړتياوې پوره نه کړي.

دغه راز د همدغه روغتون د اورتوپيدي څانګې مسوول ډاکتر صفي صديقي وايي چې له تېرو څو مياشتو يې تنخوا نه ده ورکول شوې چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((زما په ګډون دلته ډېر ډاکتران دي چې له رسمياتو وروسته بل ځاى کې کار نه کوي که يې معاش پر وخت ورنه کړل شي، له سختو ستونزو سره به مخ شي.))

همدارنګه قابله رحيمه وايي چې له څو مياشتو راهيسې يې تنخوا نه ده ورکول شوې.

هغې وويل: ((اته زره روپۍ يې راکولې، په هماغې مې ژوند ښه روان و، خو اوس دا څو مياشتې کېږي چې نه يې راکوي.))

يو شمېر نورو ډاکترانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ویل، که چېرې مياشتنې تنخواوې ژر ور نه کړل شي، کاربنديز به اعلان کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکتر محب الله حبيب پژواک ته وويل چې د ډاکترانو د معاشونو قراردادونه نوي کېږي نو ځکه يې معاشونه ځنډېدلي دي.

هغه وايي: ((د جدې له مياشتې يې معاش نه دى ورکول شوی، دا د نوي قراردادونو کار يې چې خلاص شي، د نوي قرارداد له مخې به يې د پاتې ټولو مياشتو معاشونه ورکول شي.))

د نوموړي معلوماتو له مخې، پخوا د دغه روغتون د تشکيل کچه دوه سوه کسان وو، خو اوس ٣٥٨ ته لوړ شوى چې د دوى قراردادونو جوړول او په سيستم کې داخلول يې يو څه وخت ته اړتيا لري.

د يادونې ده، تېر کال هم د بغلان ولايتي روغتون ډاکترانو په معاشونو کې د ځنډ له امله شکايتونه کړي وو.

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.