ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المار او قیصار برېښنا مزو غځولو لګښت د روان مالي کال بودجې درېیمه مسوده کې شامل شو

د المار او قیصار برېښنا مزو غځولو لګښت د روان مالي کال بودجې درېیمه مسوده کې شامل شو

author avatar
8 Apr 2021 - 10:51
د المار او قیصار برېښنا مزو غځولو لګښت د روان مالي کال بودجې درېیمه مسوده کې شامل شو
author avatar
8 Apr 2021 - 10:51

میمنه (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۰): د ۱۴۰۰ مالي کال له بودجې  د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا مزو غځولو لګښت د حذف په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، ولسمشر غني اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه څو په دې اړه اقدام وکړي.

هغه اسناد چې پژواک موندلي ښیي چې دغه پروژه د روان مالي کال بودجې په درېیمه مسوده کې شامله شوې ده.

پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۵مه د ۱۴۰۰ مالي کال له بودجې د المار او قیصار برېښنا مزو د انتقال لګښت د حذف په اړه یو راپور خپور کړ.

په هغه راپور کې چې د فاریاب اوسېدونکو د ۱۴۰۰ مالي کال له بودجې د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا مزو د انتقال لګښت حذفول، د دغه ولایت له خلکو سره د حکومت ژمنو خلاف بللي او ګواښ یې کړی چې که په دې اړه بیا کتنه ونه شي، مدني حرکتونه به پیل کړي.

د ولسمشرۍ ریاست، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او مالیې وزارت د رسمي مکتوبونو له مخې چې پژواک ته رسېدلي، ولسمشر غني د دغه راپور له لوستلو وروسته اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې څو دغه موضوع وڅېړي.

 د ولسمشر سپارښتنه

د ولسمشرۍ قانون د نظارت او ساتنې معینیت له خوا مالیې وزارت ته په لېږلي مکتوب مکتوب کې راغلي: «ولسمشر په رسنیو کې د موضوعاتو غبرګون پایلو له کتنې وروسته د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په پنځمه داسې امر کړی دی: د ۱۵مې ګڼې موضوع په اړه دې اقدام وشي او راپور دې ورکړل شي، په فاریاب کې د برېښنا د لېږد بودجې حذف په کوم اساس اوازه ده؟»

دغه مکتوب د ولسمشرۍ چارو د تعهداتو، لارښوونو، اوامرو، حکمونو او فرمانونو د تعقیب رییس ولي خان شبگیر په لاسلیک مالیي وزارت ته استول شوی، داسي اضافه شوي دي: «د ولسمشرۍ عالي مقام له سپارښتنې سره سم ژر تر ژره راپور وړاندې کړئ، مهرباني وکړئ.»

 د افغانستان مالیې وزارت راپور

د افغانستان مالیې وزارت د دغه مکتوب په ځواب کې په یو بل مکتوب کې لیکلي: «د ملي بودجې عمومي ریاست د ۱۳۹۸ نیمایي کال په څېړنه کې د لګښتونو د تمویل او د قیصار او المار ولسوالیو د برېښنا مزو غځولو پروژې د تطبیق لپار د افغانستان برېښنا شرکت پراختیایی بودجه کې ۲۰ میلیونه افغانۍ ایزاد او منظور کړې، د کال تر وروستیو د پروژې په تطبیق کې د پام وړ پرمختګ تر سترګو نه شو او په ۱۳۹۹ مالي کال کې هم یادې پروژې ۲۰ میلیونه افغانۍ منظوري درلوده، دا چې برېښنا شرکت د یادې پروژې د تطبیق لپاره ۲،۶ میلیارده افغانۍ براورد کړې وې، د ډېرو پیسو تدارک د عوایدو د کسر د مالي محدودیتونو، کرونا ویروس خپراوي او په ۱۴۰۰ مالي کال کې په اختیاري تمویلي سرچینو کې محدودیت په یو ځلي توګه امکان نه لري، بلخوا د اوبو تنظیم پروژه د دولت ځانکړی لومړیتوب و، پر دې اساس د بودجې کمېټې پرېکړه وکړه څو عایداتې ادارې باید خپلې پراختیایي پروژې د داخلي عوایدو له لارې تطبیق او تمویل کړي.»

په دوام کې لیکل شوي: «له همدې امله یاده پروژه د ملي بودجې له مسودې حذف شوې ده، هم مهاله په دې اړه د ولسمشر سپارښتنې له ترلاسه کولو سره سره عملي اقدام شوی او پروژه د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې سند په درېیمه مسوده کې شامله شوې ده.»

 د حکومت له دغه اقدامه د فاریاب اوسېدونکو ستاینه

د فاریاب مدني ټولنو شبکې رییس سید زین الدین عابدي د المار او قیصار ولسوالیو برېښنا مزو انتقال بودجې شاملولو هرکلی وکړ او ویې ویل: «غواړم له ټولو مخکې د پژواک مشهورې رسنۍ او دغې کره رسنۍ له خبریالانو چې هر مهال یې مهم موضوعاتو او ملي مسایلو ته انعکاس ورکړی او د حکومت رهبري یې د لویو پروژو په جوړولو کې د ژمنې نه عملي کولو پر مهال متوجه کړې، مننه وکړم. دویم د هېواد له ولسمشره مننه کوو چې د فاریاب مدني فعالانو او خلکو غوښتنه یې ومنله او د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا لګښت یې د نیمایي کال په بودجه کې منظور او اړوندو مراجعو ته یې هدایت وکړ چې باید عملي کار پیل کړي.»

عابدي وویل چې د المار او قیصار ولسوالیو د برېښنا پر شبکه د کار پیل د خلکو پر اقتصاد او ژوند مثبت اغېز لري او هیله من دی چې د تېر په څېر د المار ابګردان پروژې په ډول دغه پروژه هم د کاغذ پر مخ پاتې نه شي او مسوول چارواکي د ولسمشر هدایت هېر نه کړي.

هغه په داسې حال کې چې په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د تطبیق پر وړاندې ناامنۍ خنډ بولي، له وسله والو طالبانو وغوښتل څو د ملي پروژو د تطبیق نه یوازې مخنیوی ونه کړي، بلکې په داسې پروژو کې همکاري هم وکړي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.