کابل (پژواک،۱۹وری ۱۴۰۰): کابل ته د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر په مشرۍ د پلاوي سفر چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي؛ د امنیتي لاملونو له امله لغوه شو.
د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني د دفتر مسوول فهیم کارګر، کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر لغوه کېدل پژواک ته تایید کړ.
هغه وویل چې نه یوازې هغه الوتکه چې د پاکستان پارلمان پلاوی یې لېږداوه، بلکې ټولې الوتنې نن وروسته له هغه وځنډول شوې چې د کابل هوایي ډګر یوې برخې بیارغونې پر مهال یوه اندازه چاودېدونکي توکي وموندل شول او امنیتي ځواکونو چاودنه ورکړه.
د سرچینې په وینا، دا چاودېدونکي توکي د تېرو وختونو و چې د بیارغونې پرمهال کشف شوي دي.
کارګر له جزییاتو پرته وویل، ټاکل شوې دغه سفر چې موخه یې د افغاستان سولې، سوداګریزو اړیکو او نورو مسایلو په اړه خبرې دي، بیا تنظیم شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پارلماني پلاوي هرکلي لپاره، د هوایي ډګر پر سړک تر ملي شورا پورې د دواړو هېوادونو بیرغونه او د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو د رییسانو انځورونه نصب شوي دی.
د یادونې ده چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان د پارلمان رییس قیصر په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP