Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ښوونکو د اعتصاب له امله د خوست ٢٢٠زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي

خوست ښار (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۰): د خوست د مرکز او لسو ولسواليو سلګونو ښوونکو کاري اعتصاب کړی او له دولت څخه د استوګنې نومرې غواړي، خو حکومتي مسوولين بيا د ښوونيز بهير ټکني کول د زده کوونکو پر وړاندې ظلم بولي.

د خوست د مرکز په ګډون، سپېره، دوه منده، نادرشاه کوټ، اسماعېل خېل مندوزي، موسی خېل، قلندر، باک، ځاځي ميدان، صبري يعقوبي او عليشېر تريزي هغه لس ولسوالۍ دي چې ښوونکو يې له تېرو څو ورځو راهيسې کاري اعتصاب کړی دی.

دغه ښوونکي چې شمېر يې نږدې څلور زرو ته رسيږي وايي، د مرکز اړوند صحرا باغ او د اسماعېل خېلو مندوزيو مربوط سموات باغ هغه سيمې دي، چې د دوی نومرو لپاره ځانګړې شوي، خو وايي په مرکز کابل او ولايت کې يې ځيني چارواکي د وېش چارې په يوه بله پلمه ځنډوي.

د حضرت محمد هنريار په نوم د مرکز يو تن ښوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، که د دې کاري اعتصاب په پايله کې اړونده حکومتي چارواکي يې غوښتنې ونه مني، په خپله ساحې ته ځي او د نومرو وېش پيلوي.

ده وويل: ((زموږ د ښوونکو کوم ښارګوټی چې دی، ځمکه انتقال شوې، پيسې انتقال شوې دي، خو په يوه او بله بانه موږه دوکه کيږو او دا يې شپږم کال دی چې زموږه د نومرو چې قانون راکړې دي او ولسمشر حکم راکړی دی، خو تراوسه پورې د هغه ښارګوټي چارې موږ ته چا عملاً پيل نه کړې.))

د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ ښوونکو يو تن استازي رحمان ګل پژواک اژانس ته وويل چې په خوست کې د دوی د ښارګوټي ټول قانوني مراحل خلاص شوي، خو د ښارجوړنې وزارت او د چارو په اداره کې يې کارونه ځنډول کيږي.

هغه زياتوي: ((د دې په اساس چې دوی موږ ته دا خپل کار نه خلاصوي، د دې له خاطره ښوونکي مجبور دي چې خپل کاري اعتصاب ته ادامه ورکړي. تر هغې به دا کاري اعتصاب دوام لري، ترڅو چې عملاً دوی هلته کارونه شروع کړي نه وي.))

د خوست مرکز او د لسو ولسواليو دا ښوونکي داسې مهال کاري اعتصاب کوي، چې دا مهال دغه ولايت د ښوونکو له کم تشکيل سره مخ دی.

د مسوولينو په وينا، دوی د شته تشکيل سربېره څه د پاسه دوه نيم زره نورو رسمي ښوونکو ته اړتيا لري، چې نورو وختونو کې دا تشه حقه الرحمه ښوونکو ډکه کړې وه.

ورته مهال د دغو سيمو د ښوونځيو زده کوونکي وايي، چې دوی له تېرو څو ورځو راهيسي ښوونځيو ته ځي راځي، خو زياتوي چې ښوونکي تدريس نه ورته کوي او وخت يې هسې ضايع کيږي.

د فهيم او حضرت ولي په نومونو د مرکز دوه زده کوونکو په دې اړه پژواک ته وويل: ((دا زموږ په زده کړې باندې په تېره د لېسې دورې زده کوونکو باندې يې منفي اغېزه اچولې، ځکه دا دوره د کانکور بنياد دی او يو ساعت هم بايد ته بيغير له درس او مطالعې تېر نه کړې. موږ د تېرې پنجشنبه په ورځ ښوونځي ته تللي وو، خو درس نه و بېرته کورته راغلو، غوښتنه مو له حکومته دا ده چې دوی ته پرېکړه وکړي يا مکتبونه خلاص کړي.))

بل پلو د خوست د پوهنې رييس نصير احمد روښان خبرداری ورکوي چې هر هغه ښوونکی چې تدريس ته پر وخت حاضر نه شي، هغه به غير حاضريږي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ښوونيز بهير ټکني کول د زده کوونکو پر وړاندې ظلم دی، ځکه ښوونکو ته د تدريس په مقابل کې ټاکلې اندازه معاش ورکول کيږي.

د پوهنې رييس وايي، د هغو زده کوونکو شمېر شاوخوا ۲۲۰ زره ته رسيږي، چې دا مهال د ښوونکو د کاري اعتصاب په پايله کې له زده کړو بې برخې دي.

هغه زياته کړه: (( تمه ده چې دا ستونزه ژر تر ژره حل شي. په دې رابطه باندې ولايتي اداره، ولايتي شورا، پوهنې رياست او اړونده ادارې ګډ کار کوي. دا اوس هم مکتوبونه د هغې برابر شوي دي چې موږ ولسواليو ته دا مکتوبونه واستوو، هر هغه ښوونکی چې په دغو ورځو کې د تدريس لپاره ښوونځيو ته لاړ نه شي، هغه به غيرحاضريږي.))

دا څووم ځل دی، چې خوست کې ښوونکي د نومرو د نه ورکړې په غبرګون کې کاري اعتصاب کوي، د ښوونکو په وينا چې تراوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.