جلال اباد (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د څه باندې ۳۵ ميليونه افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې بشپړې شوې.
په دغو پروژو کې د پارک، پلیو لارو، ويالو، پولګوټو او نورو ښاري اړتياوو رغنيزې کارونه شامل دي.
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د وري په ۲۲مه پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام په پنځلس ميليونه او نهه سوه زره افغانيو مالي لګښت د زرغون په نوم يو پارک، ګڼ شمېر کوڅې، ويالې او پولګوټي جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه راز د جلال اباد ښار اوومه ناحيه کې هم د ۱۹ ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په مالي لګښت ۳.۷ کيلومتره فرعي سړکونه، ۶.۶ کیلومتره ويالې او د ۳۱۶ تختو سلبونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
خبرپاڼه کې د جلال اباد ښاروال اباسين بهير له قوله راغلي چې ښاريان دې د يادو پروژو په ساتنه کې همکاري وکړي او همدا راز د بيارغونې د نورو چارو له تطبيق څخه ډاډ ورکړ.
دی وايي، که ښاروالۍ ته ښاريان پر خپل وخت د بېلابېلو خدماتو ټکس ورکړي نو ښاروالي به بودجه برابره کړي او بېرته به پرې د بيارغونې پروژې پلې او ښاريانو ته د خدماتو لړۍ چټکه شي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن