ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار بای پاس سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار ښار بای پاس سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
13 Apr 2021 - 09:31
د کندهار ښار بای پاس سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
13 Apr 2021 - 09:31

کندهار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۰): د کندهار ښار د بای پاس سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې او د ګټې اخیستنې وړ وګرځېد.

د سړک د پرانیستې په مراسمو کې د کندهار والي روح الله خانزاده، کندهار ښاروال انجنیر رفیع حیات یو شمېر ملي سوداګرو او مخورو ګډون کړی وو.

کندهار ښاروال انجینر رفیع حیات پژواک اژانس ته وویل، بای پاس سړک د ۶ میاشتو په موده کې د ۴۹ میلیونه، ۶۳۵ زره، ۱۵۸ افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي توګه جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، یاد شوی سړک ۱۰۲۹ متره اوږدوالی او ۱۰ متره بر لري چې په اوږدو کې یې یو طرف ته د نیم متر په سور چرۍ او د زابر طرف ته د ۴ متره په جګوالي استنادي دېوال هم جوړ شوي دي.

د ده په خبره، د سړک لګښت د نړیوال بانک د ښاري پانګونې د پروګرام CIP له خوا ورکول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د دغه سړک د خرابوالي له امله د سیمې اوسېدونکي او موټر چلوونکي له سختو ستونزو سره مخ وو او هره اوونۍ به پرې دوه یا درې بار وړونکي موټر چپه کېدل.

د ده په وینا، د بای پاس سړک جوړول د ښاریانو په غوښتنه د متوازنې پراختیا پر بنسټ یوه له هغو پروژو ده چې خلکو یې له کلونو راهیسې د جوړولو هیله لرله چې بالاخره جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

د کندهار والي روح الله خانزاده پژواک ته وویل، حکومت او ولایتي اداره د ولس لپاره د حیاتي پروژو د تطبیق په هڅه کې دي.

ده زیاته کړه، عام المنفعه تاسیسات د ولس په پیسو د ولس لپاره جوړېږي، نو لازمه ده چې ولس یې په ساتنه کې هم خپل رول ادا کړي.

والي اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د اضافه بار موټرو په کلکه مخه ونیسي او پرېنږدي چې عامه تاسیسات د دوی د بې غورۍ له امله تخریب شي.

ده خبرداری ورکړ چې که هر څوک د سړکونو په تخریب کې مسوول وپېژندل شو نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، بای پاس سړک چې د کابل او هرات بار وړونکي موټر پرې تېرېږې له تېرو څو کلونو راهیسې خراب و چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.

د کارېز بازاز سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا اتلس کلونه کېدل چې دغه سړک کنډ او کپر و.

نوموړي له حکومته مننه وکړه چې بالاخره یې د دغه مهم سړک د جوړولو چارې بشپړې کړې.

Views: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.