ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان سلګونه اوسېدونکو د والي پر ضد لاريون وکړ

د لغمان سلګونه اوسېدونکو د والي پر ضد لاريون وکړ

author avatar
17 Apr 2021 - 16:20
د لغمان سلګونه اوسېدونکو د والي پر ضد لاريون وکړ
author avatar
17 Apr 2021 - 16:20

 مهترلام (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۰): د لغمان ولايت سلګونه اوسېدونکو د دغه ولايت د والي رحمت الله يارمل پر ضد لاريون وکړ او له دندې څخه د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

لاريون کوونکو چې د څلورو ساعتونو لپاره يې د کابل – جلال اباد لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه، نيوکه کوله چې والي د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی او ډېرې ولسوالۍ د سقوط تر کچې رسېدلې دي.

دغو لاريون کوونکو چې مهترلام ښار او د قرغيو ولسوالۍ اړوند سرخکانو سيمه کې چې د کابل – جلال اباد اباد پر لاره پرته سيمه ده، لاريون وکړ.

دوی غوښتنه درلوده چې والي په نورو چارو کې د پاتې راتلو ترڅنګ د امنيت ټينګښت ته هم هېڅ پاملرنه نه ده کړې چې له امله يې الينګار، اليشنګ او دولت شاه ولسوالۍ د سقوط تر کچې رسېدلې دي.

د لاريون يوه تنظيموونکي او د لغمان د ځوانانو شورا رييس ذبيح الله نيازي وويل، چې والي رحمت الله يارمل د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی، د قومونو ترمنځ يې بې اتفاقي رامنځته کړې او د ادارې ټول کارونه ترې شړېدلي دي.

هغه زياته کړه، په همدې موخه يې لاريون کړی چې مرکزي حکومت دې د لغمان اوسنی والي له دندې لرې او يا دې هم بل ولايت ته بدل کړي.

د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ يو قومي مشر حيات هوتک وويل، ځکه يې لاريون کړی او د څلورو ساعتونو لپاره يې د کابل – جلال اباد لويه لاره تړلې چې نور اوسنی والي نه غواړي او بايد له دغه ولايت لرې کړای شي.

هغه وويل: ((والي د لغمان قومونو بې اتفاقۍ ته لمن وهلې، د لغمان ولسونه يې له بدبختۍ سره مخامخ کړل، هغه سابقه واليانو چې موږ ته يې پروژې راوړې وې، هغه په ټپه ولاړې دي، زموږ د ډنډ کاسه د ده په موجوديت کې چور شوه چې په غصب کې يې لاس، په فساد کې يې لاس دی.))

د لاريون يو بل ګډونوال انجنير مبارک شاه ابراهيم خېل د دغه لاريون د جوړېدو د موخې په تړاو وويل، چې والي رحمت الله يارمل د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او امنيت ټينګښت کې پاتې راغلی، قومونه يې په خپلو کې بې اتفاقه کړي او د بيارغونې په چارو کې هم پاتې راغلی تېرو اتو مياشتو کې يې هېڅ پروژه پرانېستې نه ده.

لاريون کوونکو يو اووه ماده ييز پريکړه ليک هم خپور کړ چې په کې د دغه ولايت امنيت او بيارغونې ته د پاملرنې او له دندې څخه د والي د ګوښه کېدو غوښتنې شوې دي.

بلخوا د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزی که څه هم لاريونونونه د خلکو او مدني ټولنو مدني او قانوني حق ګڼي او دا د جمهوري نظام اصل ګڼي خو وايي، لاريون هغه کسانو کړی چې شخصي ګټې يې زيانمنې شوې دي.

نوموړي که ظاهرا د چا نوم وانخيست، خو يادونه يې وکړه چې لاريون د هغو اشخاصو کار دی چې په دې وروستيو کې والي رحمت الله يارمل د ولس په غوښتنه او د ولسمشر د حکم مطابق په امنيتي او ملکي اداراتو کې تغييرات رامنځته کړل او دغه کسان شخصي زيانمن شول.

په ورته وخت کې په ټولنيزو رسنيو کې د لغمان د والي پر ضد د دغو لاريون کوونکو پر ملاتړ کمې او د والي د کارونو پر ستاينه ډېرې تبصرې شوې دي.

د لغمان ډېر اوسېدونکي هم ننني لاريونوال پر شخصي ګټو تورنوي چې ګواکې شخصي ګټې يې زيانمنې شوي که نه د لغمان امنيت دومره هم خراب نه دی چې خلک دې لاريونونه وکړي.

د قرغيو ولسوالۍ قومي مشر حاجي شامرد خان وايي، رحمت الله يارمل د نورو واليانو په پرتله په دغه ولايت کې ښه مخته روان دی، تر اوسه يې نه له غاصب او نه له فاسد سره لاس يو کړی دی.

دغه راز د ولايتي شورا غړی ګلزار سنګروال هم وايي، امنيت لکه د هيواد د نورو ولايتونو په څېر په لغمان کې هم دی، خو نن چې کومو خلکو مظاهره کړې ده، ټول د شخصي ګټو په خاطر راوتلي دي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.