Pajhwok Afghan News

کندوز کې طالبانو راډيويي خپرونې پيل کړې دي

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠): په کندوز کې له څو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو يوې راډيو د شريعت غږ تر نامه لاندې فعاليت پيل کړى دى.

په دې اړه د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالشکور قدردان د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو دغه راډيو د اف ام په ٨٩،٥ موج باندې خپرونې کوي.

دى وايي چې دغه مسله يې له ولايتي مسوولينو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکو سره شريکه کړې ده ترڅو د مخنيوي لپاره يې اقدام وکړي.

دغه راز د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې د طالبانو دغه راډيو له ګرځنده دستګاه ګانو په ګټې اخيستنې سره خپرونې کوي.

هغه زياتوي: ((کوم مشخص ځاى نه لري چې موږ پرې اقدام وکړو، په سيارو دستګاه ګانو نشرات کوي، خو موږ هڅه کې يو ترڅو له منځه يې يوسو.))

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې له تېرو لسو ورځو راهيسې طالبانو په کندوز کې د شريعت غږ راډيو فعاله کړې ده.

دى وايي چې دغه راډيو د کندوز ترڅنګ تخار، بغلان او سمنګان ولايتونه هم تر پوښښ لاندې راولي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې داعش ډلې په ننګرهار ولايت کې يوه راډيو فعاله کړې وه، چې د داعش ډلې په اړه به يې تبليغات کول، خو اوس يې خپرونې بندې شوې دي.

Views: 1516

Exit mobile version