ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار ښار کې د هوایي ځواک یو بریدمل ووژل شو

په مزار ښار کې د هوایي ځواک یو بریدمل ووژل شو

author avatar
18 Apr 2021 - 17:33
په مزار ښار کې د هوایي ځواک یو بریدمل ووژل شو
author avatar
18 Apr 2021 - 17:33

مزارشریف (پژواک، ۲۹ حمل ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزار ښار کې د هوایي ځواک یو بریدمل په وسله وال برید کې ووژل شو.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د مزار ښار د نهمې ناحیې اړوند په زراعت کارته کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، وژل شوی افسر بریدمل عبدالصبور نومیږي چې د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا په نښه شوی دی.

د پېښې یوه عیني شاهد محمد اصف پژواک ته وویل چې بریدګر له وسله وال برید وروسته له سیمې وتښتېدل.

هغه زياته کړه، داسې ښکارېدل چې وژل شوی افسر تازه له دندې راګرځېدلی و، ځکه په خبره یې ظاهرا یو بیک هم ورسره و.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

 

Views: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.