ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر سلګونو اوسېدونکو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

د لوګر سلګونو اوسېدونکو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

author avatar
18 Apr 2021 - 15:24
د لوګر سلګونو اوسېدونکو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه
author avatar
18 Apr 2021 - 15:24

پل علم (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠): د لوګر ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د وري په ٢٩ مه د لوګر په مرکز پل علم ښار کې جوړه شوې وه چې نږدې څلور سوه کسانو په کې برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې قومي مشر سيد ابراهيم سادات وويل چې يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند او بين الافغاني خبرې اترې ډېرې مهمې دي.

هغه وايي: ((اوسنی نظام اسلامي دى، جګړه هېڅ ډول جواز نه لري د سولې لپاره بايد جدي هلې ځلي وشي.))

دغه راز ديني عالم مولوي شمس الدين وويل چې خلک نور له جګړو سخت ستړي شوي، حکومت او طالبان دې د اوربند او سولې لپاره زمينه برابره کړي.

دى زياتوي: ((د امريکايانو د وتلو نېټه هم په ډاګه شوې، نور جګړه هېڅ جواز نه لري، بايد د سولې لپاه هڅې وشي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د هرڅه ژر اوربند کولو غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې هره ورځ په يوه يا دوو ولايتونو کې د سولې په نوم ورته غونډې ترسره کيږي چې خلک يې تر ډېره فرمايشي او د حکومت په خوښه بولي.

Visits: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.