کابل (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٠٥ مثبتې پېښـې ثبت شوي او شپږ تنه يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د وري په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٧٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٠٥ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۷٨٩٨ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٣٣ کسان په ننګرهار، ٣٠ په کابل، ١٥ کندهار، ١٠ په کندوز، ٨ هرات، ٤ په کاپيسا او ١-١ په لوګر، غزني، بادغيس، خوست او فراه ولايتونو په کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۲١٦٨ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله شپږ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٥٤٥ ته ورسېد.
د يادونې ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٤١ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١١٦ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې درې ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP