جلال اباد (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠) : د ملي امنيت د ځانګړې قطعې په عملياتو کې د ننګرهار د دوو ولسواليو لپاره د داعش ډلې مشر وژل شوى دى.
په ننګرهار ولايت کې د ملي امنيت د مېشتې ٠٢ قطعې له خوا د وري په ٢٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ په شګې سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملیاتو کې د پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو لپاره د داعش ډلې نوی ټاکل شوی مسوول کمين چې په «حکیم الله» مشهور و، وژلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملياتو کې يو ميل تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن