کابل (پژواک ۳۱ وری ۱۴۰۰) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل پنځلمسه حوزه کې چاودنه شوې ده.
د دې وزارت ویاند طارق ارین پژواک ته وویل چاودنه د شپې په نهه نیمو بجو رامځته شوې ده خو نوموړي نور جزییات ورنکړ
بلخوا سرچینې وایی چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحيې اړوند په شهید څلور لارې کې د ملي امنيت د یوه ریاست پر موټر چاودنه شوې ده.
سرچينې زیاته کړې چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای کړل شوي وه او د یاد ریاست د موټرو کاروان له رارسېدو سره سم، د ریموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړل شوې ده. پولیسو د دې چاودنې د تلفاتو په تړاو څه نه دي ویلي.
ځینې نورې سرچینی وایی چې چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي.
Views: 95
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP