ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې ویزې خدمتونو یو شرکت له خلکو د ویزې د اصلي قیمت دوه برابره پیسې اخلي.

د ترکیې ویزې خدمتونو یو شرکت له خلکو د ویزې د اصلي قیمت دوه برابره پیسې اخلي.

author avatar
23 Apr 2021 - 09:14
د ترکیې ویزې خدمتونو یو شرکت له خلکو د ویزې د اصلي قیمت دوه برابره پیسې اخلي.
author avatar
23 Apr 2021 - 09:14

کابل(پژواک، ۳غویي ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښیي چې تېرکال شاوخوا ۶۰ زره کسانو له یوه سیاحتي شرکته د ترکیې ویزې غوښتې؛ خو د شرکت چارواکي چې د ویزو دوه برابره قېمت اخلي، وايي چې سږکال یې له ۵۰۰۰ ډېر غوښتونکي درلودل.

«REIRED» سیاحتي شرکت په لومړي ځل په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ترکیې ویزې د ورکړې په برخه کې په مزارشریف کې فعالیت پیل او شپږ میاشتې وروسته یې کابل ښار ته هم فعالیت وغځاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د ویزې بیه ۶۰ امریکایي ډالر ده؛ خو د پژواک موندنې ښيي چې غوښتونکي د ویزې فورم اخیستو او اسنادو د طی مراحل لپاره، دغه شرکت ته له ۱۱۰ تر ۱۴۰ امریکایي ډالر ورکوي.

د پژواک ترلاسه کړو اسنادو له مخې، له دغه شرکته هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ کسان ویزه غواړي؛ خو د دغه شرکت مسوولینو د ترکیې ویزې غوښتونکو شمېر د ورځې تر ۵۰ کسانو ښودلی دی.

د پژواک موندنې: تېر میلادي کال لسګونه زره کسانو د دغه شرکت له لارې د ویزې غوښتنه کړې

د پژواک خبریال چې څو پرله پسې ورځې یې د یاد شرکت له خوا ویزې غوښتونکو ته د نمبر ورکړې له جریانه لیدنه کړې، موندلې چې دغه شرکت هره ورځ له ۵۰ ډېر نمبر په ځانګړې (VIP) برخه او شاوخوا ۷۰ نور په عادي برخه کې وېشي، چې دغه شمېر غوښتونکي اړ دي په همغه ورځ ټاکل شوې پیسې ورکړي او خپل اسناد طی مراحل کړي.

د یادونې ده چې یاد شرکت، هر انفرادي او فامیلي غوښتونکي ته یو (Token) نمبر ورکوي، د پژواک موندنې ښیي ډېری غوښتونکي فامیلي دي، چې د هرې کورنۍ د غړو شمېر له درېیو تر اوو کسانو رسېږي.

د «REIRED» سیاحتي شرکت مسوول باسط نظري لومړی پژواک ته ویلي چې د ورځې شاوخوا ۵۰ کسان ویزه غواړي چې تېر مېلادي کال یې د ۵۵۰۰ ویزه غوښتونکو اسناد طی مراحل کړي، له دې ډلې ۵۵ سلنه ته یې ویزې صادرې شوې دي.

له هغه وروسته چې د پژواک خبریال خپلې موندنې چې په یوه ورځ کې ۲۵۶ کسانو ته په عادي او ۱۵۶ نورو ته په ځانکړې برخه کې نمبرونه وېشل شوي وو، د شرکت له مسوول سره شریک کړل، هغه پژواک ته وویل: “دغه شمېر کسانو، د روان میلادي کال له پیله دغه شرکت ته مراجعه کړې ده.”

په داسې حال کې چې د ټولو نمبرو نېټې دا ښوده چې په یوه ورځ کې وېشل شوي؛ خو د شرکت مسوول وایي په عادي برخه کې د دوی د شرکت د ماشین نمبرونه هر ورځ له ۲۰۱ او په ځانکړې برخه کې د ماشین نمبرونه له ۱۰۱ څخه پیلیږي، نوموړی ادعا کوي چې د دغو دوو عددونو لوړ شمېر هغه کسان دي چې په یوه ورځ کې دغه شرکت ته ورغلي دي.

نوموړی وایي، له دې کسانو یو شمېر یې د ستونزو هوارولو، ځینې یې د معلوماتو ترلاسه کولو او محدود شمېر یې د ترکیې ویزې ترلاسه کولو لپاره ورځي.

خو د پژواک خبریال وایي، له هغو غوښتونکو پرته چې د پیسو ورکړې او نوم لیکنې ته چمتو وو، بل هېچا ته د شرکت عادي او ځانکړې برخې ته د دننه کېدو اجازه نه ورکول کېده.

په عادي او ځانکړې برخو کې د ویزه غوښتونکو د اسنادو له طی مراحل څخه د پژواک د خبریال لیدنې ښیي چې په یو نیم ساعته کې تر ۱۵ کسانو په عادي او له ۱۰ ډېرو په ځاګړې برخه کې خپل اسناد طی مراحل کول.

خو هغه کسان چې د معلوماتو غوښتلو لپاره راتلل، عادي او ځانکړې برخو ته له دننه کېدو پرته، د معلوماتو له اخیستو وروسته، د وتلو دروازې پر لور رهنمایي کېدل.

د ترکیې ویزه غوښتونکو نظر:

ځینو کسانو چې دغه شرکت ته د ترکیې ویزې فورم اخیستو لپاره راغلي وو، ویلي چې هره ورځ سلګونه کسان راځي او خپل اسناد د طی مراحل لپاره شرکت ته ورکوي چې له دې ډلې، نږدې ۲۰ کسانو ته یې ویزه صادریږي.

د کابل اوسېدونکي احمد باسط نوري پژواک ته وویل کله چې د اسنادو سپارلو لپاره شرکت ته ورغلی و، د ویزې له ۲۰ ډېر نور غوښتونکي هم د معلوماتو څانګې شاته ولاړ وو؛ څو د معلوماتو له اخیستو وروسته خپل اسناد نورو برخو ته ورکړي.

د کابل بل اوسېدونکی او د ترکیې ویزه غوښتونکی رحیم الله ادعا کوي چې د ترکیې ویزې اخیستو لپاره هره ورځ تر ۴۰۰ کسان دغه شرکت ته مراجعه کوي؛ خو لږو ته یې ویزې ورکول کېږي.

هغه د یاد شرکت کړنې شفافې نه بولي او وایي چې یوه پنځه کسیزه کورنۍ پېژني چې دغه شرکت ته یې درې ځله دوه زره امریکایي ډالر او خپل کره اسناد او بانکي اسټېټمنټ سپارلي، خو د ویزې په اخیستو نه ده توانېدلې.

هغه ادعا وکړه چې ویزه یوازې هغو کسانو ته صادریږي چې له ولسمشرۍ، امنیت شورا، مارشال دوستم، وزیرانو او ځینو وکیلانو سره پېژندګلوي لري.

رحیم الله د رد شوو غوښتونکو د ورکړل شوو پیسو بېرته نه ورکول بله ستونزه وبلله او ویې ویل چې دغه شرکت له مراجعینو د ورځې لسګونه زره ډالر اخلي؛ خو د هیڅ غوښتونکي پیسې بېرته نه ورکول کېږي.

د کابل بل اوسېدونکي جمشېد چې په تېرو درېیو ماشتو کې یې له «REIRED» سیاحتي شرکته دوه ځله د ترکیه ویزه غوښتې؛ خو رد شوې، پژواک ته وویل: “د ترکیې ویزې ترلاسه کولو لپاره مې «REIRED» سیاحتي شرکت ته ۲۵۰ ډالر ورکړل؛ خو غوښتنه مې رد شوه.”

نوموړي زیاته کړه چې د لومړۍ غوښتنې د رد لامل یې د بانکي اسټېټمنټ کمښت و؛ که څه هم دویم ځل یې دا ستونزه حل کړه؛ خو بیا هم ونه توانېد چې ویزه واخلي.

هغه تایید کړه چې د ورځې له لسګونه ویزه غوښتونکو چې دغه شرکت ته ورځي، یوازې د څو کسانو غوښتنه منل کېږي.

خو د «REIRED» ساحتي شرکت مسوول باسط نظري پژواک ته وویل چې غوښتونکي ته د فورم له ورکولو مخکې، له هغه څخه لیکلې ژمنه اخیستل کېږي چې د غوښتنې د رد په صورت کې، د شکایت او پیسو غوښتلو حق نه لري.

نظري زیاته کړه چې د ورځې د شاوخوا ۵۰ کسانو اسناد طی مراحل او له سفارت سره شریکېږي.

نوموړي هغو کسانو ته چې غوښتنه یې رد شوې وي د پیسو بېرته نه ورکړې لامل، د شرکت کارکوونکو له خوا د خدماتو وړاندې کول وبلل.

ویزه غوښتنونکي: شرکت د ویزې د بیې دوه برابره پیسې اخلي

د کابل ښار اوسېدونکي محمد حیدر پژواک ته وویل، که څه هم د ترکیې ویزې بیه ۶۰ امریکايي ډالر ده، خو د «REIRED» په نوم سیاحتي شرکت د خدمتونو د وړاندې کولو په نوم له هر ویزه غوښتنونکي څخه د ویزې پر پیسو سربېره ۵۰ ډالر په عادي سالون کې اخلي چې ټول ۱۱۰ ډالر کېږي او ۸۰ ډالر په ځانګړي سالون (VIP) کې ترې اخلي چې ټول ۱۴۰ ډالر کېږي، پر دې سربېره ۵۰۰ افغانۍ په ځانګړي سالون(VIP) کې د خدمتونو په نوم اخلي.

هغه زیاته کړه: “دا رښتیا ظلم دی، ۱۰ ډالر یا ۲۰ ډالر به یې ډېر اخیستل، ظلم دی.”

احمد باسط نوري چې له خپلې مېرمن او درېیو ماشومانو سره یو ځای د ویزې اخیستو لپاره دغه شرکت ته راغلی و هم له یادې موضوع شکایت وکړ.

له هر ویزه غوښتونکي کس څخه ډېرې پيسې اخلي، څوک نشته چې پوښتنه وکړي.

هغه وویل: “شهیر شرکت چې د هند د ویزې اخیستو چارې پر مخ وړي له هر ویزه غوښتنونکي ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي، چې د ریرید شرکت په پرتله (چې د ترکیې د ویزې پروسس تړون لري) څو ځله غوره خدمتونه وړاندې کوي.”

نوموړي په ځانګړي سالون کې د «خدمتونو وړاندې کول» په نوم د ۵۰۰ افغانیو اخیستو ته په اشاره وویل: “په (VIP) سالون کې ان له شیدو خوړونکو ماشومانو هم ۵۰۰ افغانۍ اخلي، خو ماشومانو ته یو جوس هم نه ورکول کېږي.”

هغه روښانه کړه: “د دوه قطعې پنځه په پنځو عکسونو د چاپ په بدل کې چې کیفیت یې هم ډېر ټيټ دی ۱۰۰ افغانۍ او د څو محدودو پاڼو د ساده فوتوکاپي په بدل کې هم ۱۰۰ افغانۍ اخلي.”

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې عکاسان د څلور قطعې پنځه په پنځو کې عکسونه په ۵۰ افغانۍ او هره پاڼه تر ۱۰ افغانۍ کاپي کوي.

یادې سرچینې د هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي چې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

خو د دغه شرکت رییس وویل، مخکې د شرکت د خدمتونو لګښت ۳۰ امریکايي ډالر و، خو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د مراجعینو د شمېر د کمښت له امله د شرکت د خدمتونو لګښت ۵۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د ویزه غوښتونکو د اسنادو د فوتوکاپي خدمتونه په داسې حال کې وړیا دي چې د دوه قطعو عسکونو په بدل کې له هر کس څخه ۵۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

د ویزې اخیستل ډېر وخت نیسي:

د ترکیې د ویزې غوښتنونکي وايي، د ځينو هېوادونو د ویزو اخیستل له دوو تر څلورو اوونیو وخت نیسي، خو د ترکیې ویزه تر درېیو میاشت ځنډیږي.

احمد باسط نوري چې له دوو میاشتو راهیسې د ویزې اخیستو ته انتظار دی پژواک ته وویل، د هند، تاجکستان او پاکستان ویزې له یوې تر دوو اوونیو پورې صادرېږي، خو د ترکیې ویزه بیا څو میاشتې وخت نیسي.

د محمد امان په نوم د ترکیې ویزې بل غوښتنونکي وویل، درې میاشتې مخکې یې د همدې شرکت له لارې د ویزې اخیستو غوښتنلیک ورکړی، خو شرکت تر اوسه مثبت یا منفي ځواب نه دی ورکړی.

نوموړي د ترکيې د ویزې په اخیستو کې ځنډ د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، که یو ناروغ کس وغواړي ترکیې ته د درملنې لپاره لاړ شي او د دغه هېواد د ویزې اخیستو غوښتنه وکړي، نو د څو میاشتو انتظار هر غوښتنونکي په ځانګړې توګه ناروغ ته ډېر سخت دی.

د شرکت مسوول د ویزه غوښتونکو دې اندېښنې ته په ځواب کې مني چې د ویزې صادرېدل له دوو اوونیو تر درېیو ماشتو وخت نیسي، د ویزې صادرول د سفارت اړوند دي.

ویزه غوښتنونکي: د هغو ویزه اخیستونکو د ویزې غوښتنه رد کېږي چې کمېشن کارانو ته مراجعه نه کوي

د پژواک موندنې ښيي چې یو شمېر کسان د کمېشن کارانو په نوم د ډېرو پیسو په بدل کې خلکو ته د څو ورځو په جریان کې د ترکیې ویزه اخلي.

یو کس چې د ترکیې ویزه یې اخیسته د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته ویلي، کمېشن کارانو دوی ته ویلي چې هغو کورنیو ته چې د ترکیې ویزې اخلي هر کس ته د ۳۰۰۰ امریکايي ډالرو او په فردي ډول بیا هر کس ته د ۴۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې ویزه اخلي.

هغه ادعا کوي چې ډېری غوښتنلیکونه ځکه رد کېږي چې د کمېشن کارانو له خوا نه طی مراحل کېږي او په ورته وخت کې ریدریر شرکت د هغو کسانو غوښتنلیکونه او اسناد سفارت ته سپاري چې د کمېشن کارانو له خوا طی مراحل شوي وي.

هغه وویل: “شرکت په دې خاطر چې له کمېشن کارانو سره تړلي غوښتنونکي دغه شرکت ته مراجعه وکړي اسناد یې سفارت ته نه سپاري.”

نوموړي د کمېشن کارانو له مافیايي کړۍ سره د دغه شرکت پر همکارۍ اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: “کله چې د مراجعینو غوښتنلیک رد کېږي، د شرکت دننه او بهر کمشېن کاران پیداکېږي او وايي، حاضر دي چې له درې تر څلور زره امریکايي ډالرو په بدل کې د څو ورځو په جریان کې ویزه واخلي.”

د محمد حیدر په نوم بل کس چې غواړي د ترکیې ویزه ترلاسه کړي پژواک ته وویل، تر هغو چې له شرکت سره تړلو کمېشن کارانو ته د اسنادو د طی مراحل په پار ډېرې پيسې ورنه کړل شي د ویزې غوښتنلیک یې رد کېږي.

بلخوا د کابل ښار اوسېدونکي احمد باسط نوري پژواک ته وویل، د «REIRED» سیاحتي شرکت رییس په ترکیه کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري او د دغه دفتر له لارې په افغانستان کې افغانان هڅوي چې که په ترکیه کې د املاکو د پېر لېوالتیا لري په اسانۍ ورته ویزه اخلي.

د یاد شرکت رییس په ترکیه کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر موجودیت تایید کړ، خو دا ادعا یې رد کړه چې ګویا کسان د ترکیې ویزې د اخیستلو لپاره د املاکو پېر ته هڅوي.

کمېشن کار: د درې زره امریکايي ډالرو په بدل کې په ضمانت ویزه اخلم

یوه کمېشن کار چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، نه یوازې دی بلکې لسګونه کسان د کمېشن کارانو په نوم غوښتونکو ته د ترکیې ویزه اخلي.

نوموړي دې ته په اشاره چې کار یې په ضمانت دی او د ویزې له اخیستلو وروسته له ویزه غوښتنونکو پیسې اخلي زیاته کړه: “د درې رزه امریکايي ډالرو په بدل کې په دوو اوونیو کې د ترکیې ویزه را وباسي.”

په ورته وخت کې د «REIRED» سیاحتي شرکت مسوولین مني چې ځينې کسان د کمېشن کارانو په نوم غوښتونکو ته د ډېرو پیسو په بدل کې ویزه اخلي.

د یاد شرکت رییس نظري پژواک ته وویل: “د دغو کمېشن کارانو د فعالت مخنیوی زموږ تر صلاحت لوړ دی، موږ حق نه لرو چې د دوی د فعالیت مخه ونیسو.”

پژواک خبري اژانس له هرې ممکنه لارې (ټیلېفون، ایمیل او نورو) هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ترکیې سفارت نظرونه واخلي، خو یادو ادارو په دې اړه معلومات ور نه کړل.

Views: 1234

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.