ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال کې تېره اونۍ د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه

روان کال کې تېره اونۍ د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه

author avatar
24 Apr 2021 - 14:56
روان کال کې تېره اونۍ د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه
author avatar
24 Apr 2021 - 14:56

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۰): تېره اونۍ د افغانستان لپاره د ترکیې ناستې له ځنډ سره نه یوازې سولې ته د خلکو راټوکېدلې هېلې پیکه شوې، جګړې هم ورسره زورورې شوې او روان کال کې تېره اونۍ د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.

  • د ترکېې ناسته تر نامعلوم وخته وځنډېده.
  • طالبان: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو د افغانستان په اړه پرېکړه کوونکو غونډو کې برخه نه اخلو.
  • سرچینې: د طالبانو پلاوی د استانبول غونډه کې د ګډون په تړاو له خپلو مشرانو سره د سلا لپاره پاکستان ته تلی.
  • د ترکېې د ناستې د ځنډ تر څنګ په دوحه کې هم د سولې بین الافغاني خبرې په ټپه درېدلي دي.
  • د ترکيې په درې اړخيزه ناسته کې له پاکستانه وغوښتل شول چې طالبان د استانبول په ناسته کې ګډون ته وهڅوي.
  • ولسمشر غني: نه پرېږدو چې د جمهوریت فصل نیمګړی شي. پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
  • امرالله صالح: چمتو يو د ولسمشرۍ د دورې وخت رالنډ او واک خلکو ته وسپارو.
  • تېره اونۍ افغانستان کې څه باندې سل ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۴ ولایتونو (هرات، کندهار، بلخ، غزني، ننګرهار، بغلان، غور جوزجان، لغمان، پکتیا، فاریاب، کابل، میدان وردګ او زابل) کې د ۱۹ بریدونو په ترڅ کې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان دي.

د دغو مرګ ژوبلې مسوولیت هېڅ لوري پر غاړه نه دی اخیستی.

دولت او طالبانو تر اوسه تېره اونۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ په داسې حال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله څه باندې سلو تنو ته اوښتې چې د روان هجري لمریز کال په تېرو پنځو اونیو کې تېره اونۍ د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

هشت صبح ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې په تېرو سلو ورځو کې یوازې د افغانستان په سویل کې د پوځیانو، د دولت وسله والو مخالفینو او ملکیانو په ګډون ۳۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

د ترکيې ناسته وځنډېده:

ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې په تړاو د اپریل په ۲۴مه ترکېه کې د افغان لوریو، سیاسیونو او ځینو هېوادونو د استازو په ګډون، د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې غونډه جوړه شي.

خو طالبانو په دغه غونډه کې له ګډون نه ډډه وکړه، ویې ویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو په داسې غونډو کې برخه نه اخلي. د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې باید بهرني ځواکونه تر راتلونکې مۍ میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا او ناټو ځواکونو په دې وروستیو کې ویلي چې مۍ کې د پوځیانو ایستل پیلوي او د سپټمبر تر ۱۱مې یې بشپړوي.

طالبانو ته نږدې سرچينو ويلي چې دغه ډله د ترکيې ناسته کې د ګډون لپاره د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتو له تور نوملړ څخه د خپلو مشرانو د نومونو اېستل، د شرط په توګه وړاندې کړي دي.

امریکا، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې طالبان په دغې ناسته کې د ګډون لپاره قانع کړي، خو طالبان قانع نه شول او غونډه تر نامعلوم وخته وځنډېده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي پخلاینې شورا د ترکیې ناستې د ګډونوالو نوملړ چمتو کړی و او د افغانستان حکومت او ملي پخلاینې شورا په ګډون بېلابېلو ګوندونو او بنسټونو یادې ناستې ته د وړاندې کېدو په موخه شاوخوا دیرش د سولې طرحې هم جوړې کړې وې. د افغانستان حکومت هم ويلي و چې په یاده غونډه کې ګډون کوي او د سولې حکومت طرحه به ورته وړاندې کړي.

افغان ولسمشر تېره اونۍ وویل نه پرېږدي چې د جمهوریت دا فصل نیمګړی شي، خو مرستیال یې امرالله صالح ویلي چمتو دي چې د ولسمشرۍ د دورې وخت رالنډ او واک خلکو ته وسپاري.

له یادو چمتووالیو سره، سره د ترکېې د ناستې ځنډ ښيي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه په جوړېدونکو غونډو کې د یو مهم لوري په توګه د طالبانو ګډون اړین دی او له دې پرته د داسې غونډو جوړول ګټه نه لري.

خو د افغانستان حکومت وایي، طالبانو په یاده ناسته کې په نه ګډون سره وښوده چې «سولې او سیاسي تفاهم ته تیار نه دي.»

خلکو ترکیه کې د افغانستان د سولې لپاره جوړېدونکې غونډې ته هیلې لرلې، تر دې چې د مصالحې عالي شورا په ګډون ځینو ویل چې دغه غونډه «فیصله کوونکې» ده، خو ځنډ یې د خلکو په زړونو کې سولې ته راټوکېدلې هیلې پیکه کړې.

د استانبول ناسته کې د طالبانو د ګډون لپاره هڅې:

تېره ورځ (د غویي درېیمه) له طالبانو سره د مذاکراتو د بيا پيل په موخه د افغانستان، پاکستان او ترکيې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه ترکیه کې جوړه شوه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دغه ناسته کې له پاکستانه وغوښتل شول تر څو پر طالبانو فشار راوړي چې د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي.

ځینې رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو په حواله د غویي په دویمه ویلي چې د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی، تر څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ځنډ او د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره له خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسمسر مرستیال وایي، طالبان د پاکستان له «ای ایس آی» سره د مشورو لپاره هغه هېواد ته تللی.

ولسمشر غني هم تېره اونۍ له پاکستانه وغوښتل چې سمه لار غوره او د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د ترکېې د ناستې د ځنډ تر څنګ په دوحه کې هم د سولې بین الافغاني خبرې له تېرو څو اونیو په ټپه درېدلي دي.

د ګوندونو او خلکو غونډې:

د جمعیت اسلامي د مشرتابه غړی محمداسماعیل خان هرات کې یوې غونډې ته وویل چې د امریکایي ځواکونو وتو ته پنځه میاشتې پاتې دي او باید له دې وخت څخه د سولې لپاره د یوه فرصت په توګه کار واخېستل شي، نه د جګړې لپاره.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو هرکلی وکړ او له ښکېلو لوریو یې وغوښتل چې په ياده ناسته کې ګډون وکړي.

لغمان کې خلکو د نظام او جمهوريت په ملاتړ غونډه وکړه، ننګرهار، کندوز او لوګر کې بیا خلکو بېلابېلو غونډو کې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه وکړه.

Visits: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.