کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۰): د کابل پولیس وایي چې نن په کابل کې درېیو امنیتي پېښو کې د څلورو نظامیانو، یوه دولتي کارکوونکي او غیرنظامي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې نن سهار د پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې د وسله والو په برید کې څلور نظامي کسان او یو ملکي کس د څلورمې ناحیې سیمه کې وژل شوي دي.
همدارنګه ده وویل چې د دولت یو کارکوونکی د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند په ریشخور ساحه کې وژل شوی دی.
سرچینې د وژل شوو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې په دغو وژل شوو کې یو هم د پېشګام خصوصي پوهنتون استاد و.
ده دا استاد رافع عثماني یاد کړ او ويې ويل چې عثماني نن سهار ۶:۳۰ بجې له کوره د پوهنتون پر لور روان و چې څلورمې امنیتي حوزې ته نږدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په کابل کې د جمهوری ریاست د چارو ادارې یو کارکوونکی د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP