ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې درېیو امنیتي پېښو کې شپږ کسان وژل شوي

کابل کې درېیو امنیتي پېښو کې شپږ کسان وژل شوي

author avatar
24 Apr 2021 - 13:31
کابل کې درېیو امنیتي پېښو کې شپږ کسان وژل شوي
author avatar
24 Apr 2021 - 13:31

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۰): د کابل پولیس وایي چې نن په کابل کې درېیو امنیتي پېښو کې د څلورو نظامیانو، یوه دولتي کارکوونکي او غیرنظامي په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې نن سهار د پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه  کې د وسله والو په برید کې څلور نظامي کسان او یو ملکي کس د څلورمې ناحیې سیمه کې وژل شوي دي.

همدارنګه  ده وویل چې د دولت یو کارکوونکی د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند په ریشخور ساحه کې وژل شوی دی.

سرچینې د وژل شوو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې په  دغو وژل شوو کې  یو هم د پېشګام خصوصي پوهنتون استاد و.

ده دا استاد رافع عثماني یاد کړ او ويې ويل چې عثماني نن سهار ۶:۳۰ بجې له کوره د  پوهنتون پر لور روان و چې څلورمې امنیتي حوزې ته نږدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په کابل کې د جمهوری ریاست  د چارو ادارې  یو کارکوونکی د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.