ښرنه (پژواک، ٦ غويی ١٤٠٠): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د وازېخوا ولسوالۍ امنيه قوماندان له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوى دى.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آرين د غويي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وازېخوا ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد رحيم اباسين د طالبانو له يوه کمين سره مخ شوى دى.
هغه وايي چې د طالبانو په دغه بريد کې څارمن اباسين وژل شوى دى.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي غني خان پژواک ته وويل چې د طالبانو په دغه بريد کې قوماندان وژل شوى او دوه ساتوونکي يې ټپيان شوي دي.
بل لورته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو په بريد کې د وازېخوا ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوى او دوه ساتوونکي يې ټپيان شوي دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن