ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو حقونو فعالانې: نړيوال دې د افغانستان شخړه په مسوولانه ډول حل کړي

د ښځو حقونو فعالانې: نړيوال دې د افغانستان شخړه په مسوولانه ډول حل کړي

author avatar
26 Apr 2021 - 14:46
د ښځو حقونو فعالانې: نړيوال دې د افغانستان شخړه په مسوولانه ډول حل کړي
author avatar
26 Apr 2021 - 14:46

مزارشريف (پژواک، ۶غويی ۱۴۰۰) : په بلخ ولايت کې د ښځو حقونو فعالانې د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د سولې له يوه توافق وړاندې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل به خطرناکې پايلې ولري.

دوی چې د غويي په ۶مه، مزارشريف ښار کې راټولې شوې وې، همدا راز يې د سولې په اړه کېدونکو خبرو کې د ښځو په ګډون هم ټينګار درلود.

د ښځو حقونو يوې فعالې فریبا اکبريار پژواک ته وويل چې د افغانستان راتلونکی له نامعلوم برخليک سره مخ دی.

هغې زياته کړه، د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې له توافق وړاندې د بهرنيو ځواکونو وتل به خطرناکې پايلې ولري.

د دې په وينا، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه بايد د افغانستان کشاله په مسوولانه ډول حل کړي.

د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي: (( زموږ هیله دا وه چې د نړيوالې ټولنې په شتون کې به د سولې يو توافق رامنځته شي چې په کې د ښځو حقونه هم خوندي شوي وي، خو اوس داسې ليدل کېږي چې بهرنيو ځواکونو د جنګ پر ښکېلو اړخونو فشار کم کړی چې دا په راتلونکي کې بدې پایلې لرلای شي)).

نوموړې زياتوي چې افغان حکومت بايد د مذاکراتو په بهير کې مېرمنو ته اساسي ونډه ورکړي.

مدني فعاله ستوری نصيري بيا په خپلو خبرو کې د سولې له خبرو وړاندې د باور جوړېدو په موخه له افغان حکومت او طالبانو د اوربند ټينګېدو غوښتنه وکړه.

هغه وايي چې په روان تاوتریخوالي کې ټول قربانيان افغانان دي او روان وضعيت د هیڅ لوري په ګټه نه دی.

نوموړې همدا راز زياتوي چې یوې دایمي سولې ته د رسېدو په موخه بايد د جنګ ښکېل اړخونه له بشپړ انعطاف څخه کار واخلي.

هغه وايي: (( له هر څه وړاندې بايد پر يوه جامع اوربند توافق وشي چې د روانې وينې تويېدنې مخه ونيول شي، له هغه وروسته بايد د نړيوالې ټولنې تر څار لاندې مذاکرات مخ ته لاړ شي او يوې پايلې ته دې ورسېږی)).

دغه مدني فعاله همدا راز وایي چې هېڅ لوری هم د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

د مزارشریف اوسېدونکې زينب بلخي د غونډې په اوږدو کې پژواک ته وويل چې په ترکيه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس له ځنډېدو سره هم مهاله افغانستان کې تاوتريخوالی لوړې کچې ته رسېدلی دی.

هغې پر طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ چې د سولې او خبرو رامنځته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.

د ښځو حقونو فعالانو په دغه پروګرام کې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو د معنادار ګډون تر څنګ غوښتنه وکړه چې د مېرمنو پر تېرو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو دې هېڅ ډول معامله نه کېږي.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.