ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فضلي : د اوربند له ټینګښت پرته به نور یو طالب بندي هم خوشې نه شي

فضلي : د اوربند له ټینګښت پرته به نور یو طالب بندي هم خوشې نه شي

author avatar
27 Apr 2021 - 22:52
فضلي : د اوربند له ټینګښت پرته به نور یو طالب بندي هم خوشې نه شي
author avatar
27 Apr 2021 - 22:52

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۰) : جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي ( د سولې لار نقشه) په نوم د سولې په اړه د ولسمشر تازه چاپ شوې رساله د سياسي ګوندونو له استازو سره شريکه او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د هغوی نظرونه واوريدل.

د چارو ادارې لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د سياسي ګوندونو په استازيتوب د وطن ګوند رئيس شېرالله جبارخیل، د حزب اسلامي مرستيال انجنير محمد خان، د جمهوري غوښتونکو ګوند رئيس حبيب الله سنجر او د نوي افغانستان بنسټ ګوند رئيس احمد الله عليزي د خپلو خبرو پرمهال د جمهوري نظام، د جمهور رئيس د سولې طرحې او له هېواد څخه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د مستقلانه دفاع ملاتړ وکړ.
دوی د وسله والو مخالفانو د زياتو شويو بريدونو د غندلو ترڅنګ د سولې او نظام څخه د دفاع لپاره پر ملي او سياسي اجتماع ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د سياسي ګوندونو رول اړين وباله.
وروسته د سياسي ګوندونو استازو د هېواد د وضیعت او مختلفو موضوعاتو په اړه ازاد بحث کې خپل نظرونه د چارو ادارې لوی رئیس سره شريک کړل.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهوري نظام په ټينګښت کې د سياسي ګوندونو رول ته په اشارې سره د تلپاتې سولې د زر ټينګښت هيله څرګنده او زياته کړه، چې ولسمشر به راتلونکې اونۍ د ملي اجماع لپاره مشورتي ناستې پيل کړي.
ډاکټر فضلي د سياسي ګوندونو د استازو پوښتنو ته د ځواب په ترڅ کې ټينګار وکړ، چې د اوربند له ټينګښت پرته به نور يو طالب بندي هم خوشې نه شي.
د چارو ادارې رئیس د چارو ادارې فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست ته دنده ورکړه، څو له سياسي ګوندونو سره د اړيکو د ښه تامين په موخه د دوی تر منځ د يوه ارتباطي کميسيون د ټاکلو لپاره په زمینه سازۍ کې مرسته وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.