ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په نښتو کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Apr 2021 - 15:33
author avatar
27 Apr 2021 - 15:33

کندهار (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۰): چارواکي وايي، چې په کندهار ښار او څلورو ولسواليو کې د روانو جګړو له امله دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي د غويي په ٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې د والي په مشرۍ د کندهار ولايت امنيتي غونډه وشوه.

هغه زياته کړه، امنیتي مسوولینو د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه له والي سره معلومات شریک کړل او ویې ویل چې په روانه اوونۍ کې په شاولیکوټ، میوند، پنجوايي او ژېړۍ کې وسله والو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

احمدي وايي، د ځمکنيو او هوايي عملیاتو په لړ کې د سوېل لوېدیځ زون په کچه د وسله والو د ځانمرګو بریدونو د طراح او مسوول ملا محمد رحیم مشهور په احمد او ۵ سرګروپانو (ثناالله، قاري حسین، مطیع الله، تور نقیب او صفی الله) په ګډون ۱۸۶ وسله وال وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، په روانه اوونۍ کې د امنیتي ځواکونو انجنیري ټيمونه توانېدلي چې ۵۵۶ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ کړي چې ډېره برخه یې په ارغنداب ولسوالۍ کې ده.

دی وايي، امنیتي ځواکونو د دهلې بند په شاوخوا کې د وسله والو د ګواښونو مخینوی کړی او دغه سیمه اوس خوندي ده.

وسله والو تېره ورځ دغلته یو لوی پول په ماینونو الوځولی و او د دهلې بند پر شاوخوا امنیتي پوستو یې بریدونه کړي وو.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، چې  په کندهار ښار او څلورو ولسوالیو میوند، ژېړۍ، پنجوايي او شاولیکوټ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې شوي او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو درنه جګړه په میوند ولسوالۍ کې شوې او تېره شپه وسله وال د دغې ولسوالۍ تر بازار او مرکز پورې رسېدلي وو.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي وايي، د دغه ولایت په ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د عملیاتو په پایله کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه عملیات د هوايي ځواک په ملاتړ شوي او د وسله والو بریدونه یې په شا تمبولي دي.

دی وايي، په عملیاتو کې د وسله والو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

علوي امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.

خو د میوند ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته وویل، د میوند په جګړه کې ۶ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، اوسمهال امنیتي ځواکونو وسله وال په شا تمبولي دي.

د پنجوايي ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دغې ولسوالۍ د خیبري غره او یخ څاه په سیمو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه شوې ده.

سرچینه وايي، په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د ۴۴۴ ځانګړې قطعې ۳ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

په ورته توګه د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم پر امنیتي پوستو د وسله والو له خوا بریدونه شوي چې پر مهال یې ۴ پولیس ټپيان شوي دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د شاولیکوټ په جګړه کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې د کندهار په ډنډ او شاولیکوټ ولسوالیو کې یې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دولتي سرتېري نن سهار وختي د ډنډ ولسوالۍ په زلخان او پوزکي سیمه کې عملیاتو ته راوتلي وو چې دوی ورباندې چاودنې او بریدونه کړي دي.

د ده په وینا، په دغو بریدونو او چاودنو کې یې د دوو قوماندانانو خیبر او معلم په ګډون ۱۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعاوې ردوي.

بلخوا وسله والو د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې په یوه هدفي برید کې د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي دي. پېښه نن غرمه د یادې شوې حوزې د کابل شاه په سیمه کې شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، وسله والو موټرسایکل سپرو د ملي اردو پر دوو سرتېرو ډزې وکړې او وتښتېدل. په دې پېښه کې دواړو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې په کندهار کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې په ژېړۍ او پنجوايي کې یې پر وړاندې عملیات چټک شوي دي.

بل خوا د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته وسله والو طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.