کابل(پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه بولي او خلکو ته توصیه کوي چې روغتیایي لارښوونې جدي مراعت کړي
د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح دیني عالمانو ته د کرونا واکسین د تطبیق په موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه ده
هغه وایي چې که خلک روغتیایي لارښوونې( پرله پسې د لاسونو مینځل،د ماسک کارونه او د فاصلې راعایت) جدي ونه ګڼي امکان یې شته چې افغانستان د هند په څېر د کرونا ویروس له بحران سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه:(( که دا تمه موجوده وي چې ټوله ټولنه دې بې پروایي کوي او یوازې دې روغتیایي سکتور او روغتیايي پرسونل د دغه سیلاب په مقابل کې مقاومت وکړي دا یو ناممکنه کار دی.))
د ده په خبره :(( دا ځل موږ د کرونا له یوه نابرابره جنګ سره مخ یو، په دې مرحله کې یوازې ډاکټر او دیني عالم مبارزه نه شي کولی، بې له دې چې د دین عالم او ډاکتر تاسو ته پیغام رسوي پر هغه باور وکړئ.))
دغه راز د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل:(( د ما له دیني علماوو څخه غوښتنه ده چې یوځل بیا د کرونا ویروس جدي ونیسي، لاس مینځل او له ماسک څخه استفاده جدي وګڼي او د لمانځه او د تراویح پرمهال فاصله راعایت کړي.))
هغه ټولو ته د واکسین تطبیق مهم بولي او له خلکو غواړي چې د لمانځه پرمهال ماسک وکاروي.
Views: 847
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP