ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه وبلله

د عامې روغتیا وزارت د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه وبلله

author avatar
28 Apr 2021 - 14:00
د عامې روغتیا وزارت د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه وبلله
author avatar
28 Apr 2021 - 14:00

کابل(پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه بولي  او خلکو ته توصیه کوي چې روغتیایي لارښوونې جدي مراعت کړي 

د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح دیني عالمانو ته د کرونا واکسین د تطبیق په موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د کرونا درېیمه څپه تر لومړۍ او دویمې خطرناکه ده

هغه وایي چې که خلک روغتیایي لارښوونې( پرله پسې د لاسونو مینځل،د ماسک کارونه او د فاصلې راعایت) جدي ونه ګڼي امکان یې شته چې افغانستان د هند په څېر د کرونا ویروس له بحران سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړه:(( که دا تمه موجوده وي چې ټوله ټولنه دې بې پروایي کوي او یوازې دې روغتیایي سکتور او روغتیايي پرسونل د دغه سیلاب په مقابل کې مقاومت وکړي دا یو ناممکنه کار دی.))

د ده په خبره :(( دا ځل موږ د کرونا له یوه نابرابره جنګ سره مخ یو، په دې مرحله کې یوازې ډاکټر او دیني عالم مبارزه نه شي کولی، بې له دې چې د دین عالم او ډاکتر تاسو ته پیغام رسوي پر هغه باور وکړئ.))

دغه راز د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل:(( د ما له دیني علماوو څخه غوښتنه ده چې یوځل بیا د کرونا ویروس جدي ونیسي، لاس مینځل او له ماسک څخه استفاده جدي وګڼي او د لمانځه او د تراویح پرمهال فاصله راعایت کړي.))

هغه ټولو ته د واکسین تطبیق مهم بولي او له خلکو غواړي چې د لمانځه پرمهال ماسک وکاروي.

 

 

Visits: 847

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.