جلال اباد (پژواک، ٩ غويى ١٤٠٠) : ځايي چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې د هدفي وژنو د يوه غړي په ګډون درې مهم کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام له خوا د غويي په ٩مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند فارم هډې سيمه کې عمليات تر سره کړي دي.
سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو پر مهال د داعش ډلې د منفي تبلیغاتو غړی مولوي روح الله او د هدفي وژنو غړی ساجد مشهور په امرخېل له يو بل شکمن کس سره يو ځای نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، مولوي روح الله د عامه ذهنيت خرابولو په موخه د دولت ضد فعالیتونه کول او ساجد مشهور په امرخېل د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی دی، چې په وروستيو هدفي وژنو کې هم دخيل دی.
ولايت مقام ويلي، ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې یوه د عکس اخیستو ډرون کامره، دوه لیزري تومانچې او د سپکو وسلو مرمۍ هم ترلاسه کړي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پرون هم ځانګړو ځواکونو په ننګر هار ولايت کې د داعش نهه غړي نيولي وو.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن