جلال اباد (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يو ديني عالم وژلی دى.
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دا پېښه پرون د يوولسمې ويالې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د عبدالکريم په نوم د سيمې يو اوسېدونکی وايي چې وژل شوی ديني عالم د دوی د جومات خطيب او د احاديثو او ترجمې استاد و.
خو ولايتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د نوموړي د وژلو مسووليت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 486
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن