Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ١٥٠ ميليونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ٩ غويى ١٤٠٠) : د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٥٠ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

کرونا ويروس چې يوکال او څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، که څه هم په يو شمېر هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په دې وروستيو کې په هند، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو کې يې په تېزۍ سره درېيمه څپه روانه ده.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن ( د غويي ٩مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٥٠ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

دې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ١٢٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، درې ميليونه او ١٣٥ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٨٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا ١٥ زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې څه کم ٣٣ ميليونه، په هندوستان کې ١٨ ميليونه، ٣٣٥ زره او په برازيل کې  ١٤ ميليونه  او ٥٥٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په امريکا کې ٥٨٨ زره، په هندوستان کې ٢٠٠ زره او په برازيل کې ٣٩٨ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٥٩٧٦٥ کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٦٢٥ کسان مړه او څه باندې  ٥٣ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.