ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه په رسمي توګه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، طالبان وایي د خپلو مشرانو پریکړې ته منتظر دي

له افغانستانه په رسمي توګه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، طالبان وایي د خپلو مشرانو پریکړې ته منتظر دي

author avatar
1 May 2021 - 20:21
له افغانستانه په رسمي توګه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، طالبان وایي د خپلو مشرانو پریکړې ته منتظر دي
author avatar
1 May 2021 - 20:21

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۰) : له افغانستان څخه په رسمي توګه په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، چې طالبان دوی ددوحې له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي او وایي چې د بریدونو په اړه د خپلو مشرانو امر ته منتظر دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې باید د۲۰۲۱ کال د می تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې سرتیري به یې د پنځو ځنډ سره له افغانستان څخه ووځي.

هغه زیاته کړې، چې د سرتیرو د وتلو لړۍ نن د می په لومړۍ نیټه پیل او د سبتمبر تر ۱۱مې به دا لړۍ پای ته ورسیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غویي په ۱۱مه، په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، دا چې له افغانستان ځخه د بهرنیو ځواکونو وتل له ټاکل شوې نیټې ځنډیلې دغې سرغړونې اصولا طالبانو ته د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د هر ډول مناسب اقدام کولو لاره خلاصه کړې ده.

هغه زیاته کړې، اوس طالبان انتظار باسي د خپل هیواد د خپلواکۍ ارزښتونو او ولس د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره ځه ډول تصمیم نیسی او پریکړه کوي، طالبان به دهغه مطابق عمل کوي.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیاء نن یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې تر څو ورځو د بهرنیو ځواکونو قرارګاوې افغان سرتیرو ته وسپارل شي.

هغه په هلمند ولایت کې د شورابک پوځي قرارګاه یادونه وکړه چې په وینا دغه پوځي قرارګاه د بهرنیو ځواکونو لخوا خالي شوې او ټاکل شوې تر سبا پورې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ فعلاً د (قرارګاو) د تسلیمۍ په حالت کې یو، ممکن سبا په شورابک کې یو کوچنی ټيم ساحه پرېږدي او په همدې ترتیب سره یو په بل پسې سیمې خالي کوي او خپل اصلي مرکز چې د مثال په ډول بګرام دی هغه ځای ته انتقالیږي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په ننني کنفرانس کې وویل چې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به وسله وال طالبان خپل بریدونه زیات کړي.

محب زیاته کړه چې دغه ډله د جګړې له لارې د قدرت تر لاسه کولو هڅه کوي او په وینا افغان ځواکونو یې د مقابلې لپاره پوره چمتووالی لري.

خو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر تر دې مخکې ویلي که طالبان د مۍ تر لومړۍ نېټې وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو سرتېرو د وتلو د بهیر پر مهال پر هغوی برید وکړي،‌ سخت ځواب به ورکړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.