ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرې اوونۍ د یوې ورځې مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ له مرګ ژوبلې ډېره وه

د تېرې اوونۍ د یوې ورځې مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ له مرګ ژوبلې ډېره وه

author avatar
1 May 2021 - 15:47
د تېرې اوونۍ د یوې ورځې مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ له مرګ ژوبلې ډېره وه
author avatar
1 May 2021 - 15:47

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شول، خو دغه اوونۍ د ملکي وګړو لپاره ډېره مرګونې وه؛ داسې چې د تېرې اوونۍ د یوې ورځې مرګ ژوبله د وړمې ټولې اوونۍ له مرګ ژوبلې ډېره وه.

د تېرې اوونۍ مهمې پېښې

  • قطر کې له افغان لوریو سره د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو د سولې په تړاو خبرې وکړې.
  • له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه.
  • امریکا د دغو ځواکونو د خوندي وتلو لپاره افغانستان ته د لوړ خوځښت توپچي سیستم رالېږدوي.
  • امريکايي رسنۍ: د سي ای اې مشر ویلي د ځواکونو له ايستلو وروسته هم افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه جاري ساتي.
  • امریکایي چارواکي: له افغانستانه د بهرنيانو تر وتلو وروسته به طالبان د افغانستان پر حکومت فشار ډېر کړي.
  • افغان چارواکي: د هر ډول ستونزمنو حالاتو د مهارولو لپاره چمتووالی لرو.
  • تېره اوونۍ تر دوه سوه ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
  • خلک: جګړه ودروئ!

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۵ ولایتونو (لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، کونړ، غزني، هرات، بغلان، جوزجان، کابل، کندهار، خوست، لغمان، فاریاب، غور او هلمند) کې د ۲۶ بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

د دغو مرګ ژوبلې مسوولیت هېڅ لوري نه دی منلی.

له دغو بریدونو تر ټولو خونړۍ د لوګر د تېر ماښام برید و. راپورونه ښيي چې د روژه ماتي پر مهال پر یوه مېلمستون په دغه موټربم برید کې۲۴ تنه وژل شوي او ۱۱۲ ټپیان دي. سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ملکي وګړي او سیمه ییز پولیس شامل دي، خو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده. د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

دولت او طالبانو تر اوسه تېره اوونۍ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د ملکي وګړو مرګ ژوبله مخ په ډېرېدو ده.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ هېواد کې روان تاوتریخوالي وغندل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یې د جګړې پلمه ختمه وبلله او طالبانو ته یې خطاب کې وویل:«پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ؟ څه له منځه وړئ؟ او سبا به یې څرنګه جوړ کړئ؟»

د ده په وینا، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغانستان انزوا ته نه ځي، بلکې په خپلو پښو د درېدو چانس ورته برابر شوی دی.

د سولې لپاره هڅې:

د افغانستان د سولې په تړاو د اپریل په ۲۴مه ترکیه کې جوړېدونکې غونډه ځنډېدلې او طالبانو ویلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو په داسې غونډو کې برخه نه اخلي. طالبانو ته نږدې سرچينو ويلي چې دغه ډله د ترکيې ناسته کې د ګډون لپاره د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د خپلو مشرانو د نومونو ایستل، د شرط په توګه وړاندې کړي دي.

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو تېر ماښام قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي  او دغه راز د طالبانو له مرکچي پلاوي سره کتلي دي. تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم  قطر کې له یادو مرکچي پلاویو سره کتلي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا وایي چې د یا دو څلورو هېوادونو استازو د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو ویلي چې د دوی او یادو څلورو هېوادونو په ناسته کې له تورو نوملړونو د طالبانو د نومونو ايستلو پر عملي کېدو، د هغوی د پاتې بنديانو د خلاصون، د افغانستان د وضعيت او سولې اړوند بحثونه وشول.

خو د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې د اوربند له ټينګښت پرته به نور يو طالب بندي هم خوشې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو امریکايي او د ناټو چارواکو تېره اوونۍ ویلي چې له افغانستانه یې د ځواکونو ایستل پیل کړي دي؛ هغه څه چې طالبان ټینګار پرې کوي، خو وایي د دوحې تړون له مخې باید بهرني ځواکونه تر مې میاشتې وتلي وای. امریکا او ناټو غواړي د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ د سپټمبر تر ۱۱ مې بشپړه کړي.

امریکا کابل کې د خپل سفارت هغو کارکوونکو ته هم له افغانستانه د وتلو لارښوونه کړې چې افغانستان کې یې دندې د پاتې کېدو ایجاب نه کوي.

د تاوتریخوالیو د ډېرېدو امکان:

امریکایي چارواکو ويلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د افغانستان پر حکومت فشار ډېر کړي او د کورنۍ جګړې امکان هم شته، خو د هغوی د ځواکونو تر بشپړ وتلو به د لويو بريدونو پر مهال له افغان ځواکونو دفاع کوي.

خو طالبانو مخکې ویلي چې که بهرني ځواکونه د دوحې له تړون سره د مې تر لومړۍ نېټې ونه وځي، ښایي دوی یې پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړي. خو امریکایي چارواکو ویلي چې د خپلو ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره افغانستان ته نږدې ۶۵۰ سرتېري او د لوړ خوځښت توپچي راکټي یا توغندیز سیستم لېږدوي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې د امریکا د استخباراتي ادارې مشر ويليمز برنز په پټه افغانستان ته سفر کړى او افغان چارواکو ته یې ویلي چې د ځواکونو له ايستلو وروسته هم افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه جاري ساتي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که طالبان د یوه سیاسي توافق پر وړاندې خنډ رامنځته کړي او واک ته د رسېدو لپاره نظامي لاره غوره کړي د امریکا او متحدینو له مخالفت سره به مخ شي.

افغان چارواکو ویلي، د هر ډول ستونزمنو حالاتو د مهارولو لپاره چمتووالی لري.

خلک: جګړه ودروئ!

پکتيا ولايت کې لاریون کوونکو وویل چې د روانې جګړې لپاره هېڅ ډول توجيه نه ده پاتې او طالبان دې نور اوربند وکړي. بلخ سلګونو کسانو د سولې او اوربند په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو او جمهوريت د خونديتوب په موخه لاريون وکړ. بلخ کې د ښځو حقونو فعالانو وویل چې پر سوله تر هوکړې وړاندې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل به خطرناکې پايلې ولري. د سولې ولسي حرکت د «بهرنيان وځي؛ نور جنګ د څه لپاره؟» تر شعار لاندې د کابل په ګډون په ٢٥ ولايتونو کې کمپاين پيل کړ.

Visits: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.