کابل (پژواک، ١١ غويى ١٤٠٠): ولسمشر اشرف غني د لوګر بريد غندلو ترڅنګ ويلي چې طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي.
پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال د لوګر په مرکز پل علم ښار کې پر هغه مېلمستون موټربم بريد وشو چې په کې د ازرې ولسوالۍ محصلين او نور خلک مېشت وو.
د لوګر ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ٢٦ کسان وژل شوي او ١١٠ نور ټپيان دي. دغه راز خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
له ولسمشرۍ مانۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه بريد په کلکه غندلى دى.
هغه زياته کړې: “طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده زموږ د بې ګناه هیوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي. طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي.”
ولسمشر ويلي، طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.
خو طالبانو تر اوسه د دغه بريد مسووليت نه دى اخيستى.
ولسمشر د پېښې قربانيانو کورنیو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې د ټپیانو درملنې او د قربانیانو کورنیو ته د رسېدنې لازمې لارښوونې وکړې.
د هغه په وينا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړى چې د طالبانو دغه بشري جنایت بې ځوابه پرې نه ږدي.
بلخوا د ملي روغې جوړې شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم دغه بريد غندلى دى.
هغه ويلي: “په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هېواد او اسلام دښمنانو، د روژې په مبارکه میاشت کې د روژه ماتي پر وخت، د لوګر ولایت په مرکز پل عالم ښار کې موټربم برید کړی چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، شهیدان او ټپیان شوي دي. “
عبدالله ويلي، د هېواد او اسلام د دښمنانو له خوا په داسې حال کې چې د سولې لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې ډېرې شوې او هیلې یې را ټوکولې، دغه ډول وحشیانه او بزدلانه بریدونه دا خبرې له ګواښ سره مخ کوي.
د ملي روغې جوړې شورا پر طالبانو غږ کړى چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې اوربند وکړي، د سولې په برخه کې دې ښه نیت ښکاره کړي، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي څو دې ډول جنایتونو ته زمینه مساعده نه شي.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د لوګر بريد غندلى او دا يې د افغاستان له خلکو سره واضح دښمني بللې ده.
حامد کرزی د دې ترڅنگ چې تروریستي کړنې د افغانستان د سولې، ثبات او ترقي د دښمنانو د دسایسو یوه برخه ګڼي او په جګړه کې پر افغانی ښکېلو خواو غږ کوي چی د ګران هېواد په خلاف د پردیو دسیسو ته متوجه شي، بیا هم تکراراً د سولې د پروسې پر تسریع او کامیابي ټینګار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP