ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلول نورمحمد: که سوله راغله، د ځوانانو لپاره به ورزشي کلپونه جوړ کړم

معلول نورمحمد: که سوله راغله، د ځوانانو لپاره به ورزشي کلپونه جوړ کړم

author avatar
2 May 2021 - 09:07
معلول نورمحمد: که سوله راغله، د ځوانانو لپاره به ورزشي کلپونه جوړ کړم
author avatar
2 May 2021 - 09:07

ترينکوټ (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۰): د اروزګان ولايت یو اوسېدونکى نور محمد استاد چې په چاودنه کې يې يوه پښه له لاسه ورکړې او اوس يو ورزشي کلپ لري، وايي چې د سولې له راتلو وروسته به په ولسواليو کې هم ورزشي کلپونه پرانيزي او ځوانان به له نشه يي توکو را وګرځوي.

۳۱ کلن نورمحمد استاد چې د اروزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دي، اته کاله مخکې یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې يوه پښه له لاسه ورکړه او معلول شو.

هغه له چاودنې مخکې د کندهار- اروزګان لويې لارې موټر چلوونکی و، خو له معيوبېدو وروسته يې د ژوند چارې نيمګړې شوې.

د رواني جګړې یاد قرباني وايي، کله چې يې پښه د ماين چاودنه کې له لاسه ورکړه، ناهیلی شو او ځان یې یوازې وباله.

نورمحمد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې له يادې پېښې وروسته يې اقتصادي حالت خراب شو او له ژونده زړه توری شو.

ده زياته کړه: “تر معيوب کېدو وروسته ملګرو راته مشوره راکړه چې ورزش پيل کړم، ما هم همداسې ورکړل او په کندهار کې مې ورزش پيل کړ.”

نورمحمد استاد وايي، په کندهار کې يې د بدن ښکلا په يوه کلپ کې يې ورزش پيل کړ او له څو کلونو وروسته په همدې کلپ کې استاد شو.

د نوموړي په وينا، څو کاله وروسته بېرته اروزګان ته راغى او په ترينکوټ ښار کې يې د بدن ښکلا کلپ پرانيست او تر دې مهاله يې سلګونه ورزشکاران روزلي دي.

هغه وايي چې اوس يې ناهيلي له منځه تللې د ژوند چارې يې ښې پرمخ ځي او اوس د معلولیت احساس هم نه کوي.

ده زياته کړه: “د بدمرغې جګړې له امله مې خپله يوه پښه له لاسه ورکړه، که چېرې په هېواد کې سوله او امنيت واى، اوس به روغ انسان وم او يو ښه ورزشکار به راڅخه جوړ شوى واى.”

د هغه په وينا، که څه هم په چاودنه کې يې د بدن يوه برخه له لاسه ورکړه، خو هيله يې له لاسه ورنه کړه او اوس مهال د نورو عادي انسانانو په څېر ژوند کوي.

هغه وايي، په هېواد کې تل پاتې سوله يې لوى ارمان دى، څو نور ځوانان د ده په څېر معيوب نه شي او په روغ ځان د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي.

ده زياته کړه: “که چېرې زه معيوب نه واى، نو راڅخه به ښه ورزشکار جوړ واى، په ملي او نړيواله کچه به مې د هېواد نوم روښانه کړی و او ملي بيرغ به مې رپولی و.”

هغه په افغانستان کې د روانې جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې سوله وکړي او له جګړو لاس واخلي، څو هېوادوال نور له بدمرغيو خلاص شي.

د ده په وينا، د سولې په ګټه هغه کسان ښه پوهېږي چې د ده په څېر يې د بدن او يا هم د کورنۍ غړی له لاسه ورکړي وي.

نورمحمد زیاتوي چې د سولې لپاره اوس تر بل هر وخت زياته زمينه برابره شوې، نو افغان حکومت، په ځانګړې توګه وسله وال طالبان بايد ترې ګټه واخلي.

ده زياته کړه: “نور بايد په هېواد کې د کونډو، رنډو، يتيمانو او معيوبينو شمېر نور لوړ نه شي او د بدبختۍ ژوند تېر نه کړي.”

د هغه په وينا، په هېواد کې د تلپاتې سوله په راتلو سره به دى د اروزګان نورو سيمو او ولسواليو کې هم ورزشي کلپونه خلاص کړي، څو ځوانان له نشه يي توکو او نورو بې لاريو څخه را وګرځي او ورزش ته مخه وکړي.

نورمحمد استاد واده کړى، دوه زامن او دوې لوڼې لري.

Visits: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.