Language

د کونړ له مرکزي زندانه ۶۷ بندیان ازاد شول

اسعداباد (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۰): د کونړ والي وايي چې د دغه ولايت له مرکزي زندانه ۶۷ بنديان ازاد شول.

والي محمد اقبال سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د غویي اتمې یا د مجاهدینو بریالیتوب ورځې په مناسبت د ولسمشر د فرمان له مخې خوشي شول.

نوموړي له خوشي شوو بندیانو وغوښتل چې په زندان کې له ترلاسه کړو تجربو په استفادې د سالمو انسانانو په توګه په ټولنه کې ښه ژوند وکړي او بیا داسې کړنې تکرار نه کړي چې د بیا بندي کېدو سبب یې وګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.