کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۰) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځلنګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي نړۍ له نظامي لارې څخه واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو له هڅو سره مخالفه ده.
په کابل کې د امریکا سفارت دغویي په ۱۳مه، افغانستان ته د زلمي خلیلزاد د سفر او د هغه د لیدنو کتنو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
خلیلزاد نن سهار کابل ته راغلی و او د ولسمشر اشرف غني په ګډون یې ګڼ شمیر سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.
دامریکا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو ملاقاتونو کې په سوله ییز ډول د افغانستان د ستونزو په حل ټېنګار شوی دی.
سرچینې زیاته کړې : ((خلیلزاد تاکید کړی چې له نظامي لارې څخه واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو د هرې هڅې په ضد سیمه ییزه او بین المللي اجماع موجوده ده. ))
په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست په خپل فیسبوک کې په اعلامیې کې له خلیلزاد سره د ولسمشر غني د ملاقات خبر خپور کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي: «جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ. جمهوررئیس زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.»
داسې اندېښنې شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو ورسته شاید طالبان هڅه وکړي چې له پوځي لارې څخه ځانونه واک ته ورسوي.
خو افغان چارواکي تاکید کوي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع توان لري او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د طالبانو لاس ته نه لویږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP