جلال اباد (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې چې په کې څلور پوليس او يو ملکي وګړی ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د غويي په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د کابل اډې ته څېرمه د دويمې حوزې پر یوه رینجر موټر چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې د سړک غاړې ماین په دې چاودنه کې دوه پوليس سرتېري ټپيان شوي دي.
خو د جلال اباد حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته څلور پوليس سرتېري او يو ملکي وګړی په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
هغه وويل، د ټولو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 281
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن