ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچۍ: ولسمشره د خدای په لحاظ پټو په اوږه کړه، ورشه خپله له طالبانو سره جوړه وکړه

کوچۍ: ولسمشره د خدای په لحاظ پټو په اوږه کړه، ورشه خپله له طالبانو سره جوړه وکړه

author avatar
3 May 2021 - 08:25
کوچۍ: ولسمشره د خدای په لحاظ پټو په اوږه کړه، ورشه خپله له طالبانو سره جوړه وکړه
author avatar
3 May 2021 - 08:25

کابل (پژواک، ۱۳ غویی۱۴۰۰): فریده کوچۍ چې د جګړو پر مهال یې د څلورمیاشتني زوی په ګډون درې زامن وژل شوي، وایي چا ورسره مرسته ونه کړه چې قطر ته لاړه شي او هلته د جګړې دواړو لوریو ته د سولې لپاره پلو وغوړوي.

خو دغه پخوانۍ سناتوره زیاتوي چې ښکېلو غاړو ته د پلو غوړولو لپاره یې اوس هم هڅې روانې دي.

له ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې د مشرانو جرګې انتصابي غړې، فریده کوچۍ د بلخ ولایت اصلي اوسېدونکې ده او دا مهال په کابل ښار کې ژوند کوي.

دغه پنځوس کلنه کوچۍ وایي، د افغانانو له دردونو خبره ده؛ ځکه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ژوند کړی، په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړو کې په هېواد کې پاتې شوې او کله هم بهر ته نه ده کډواله شوې؛ ځکه چې له خپل وطن سره ډېره مینه لري.

کوچۍ وایي، تېرو او روانو جګړو ټول افغانان ځپلي؛ ډېرو افغانانو په کې د خپلو کورنیو نازولي له لاسه ورکړي او هره مور چې وپوښتې، ډېرې له ویر او درد ډکې کیسې به وکړي او سوله به وغواړي.

د کوچۍ د ژوند له دردونو ډکه کیسه؛

کوچۍ شېبه چوپه شوه او وروسته، په داسې حال کې چې ژړا یې ستونی بند کړ، وویل چې دې هم د نورو افغان میندو په څېر هېواد کې د کورنیو جګړو پر مهال خپل درې زامن له لاسه ورکړي دي.

هغې زیاته کړه:”د هر بچي د مظلومانه وژل کېدو درد مې جلا، جلا ځوروي، خو د څلور میاشتیني بچي بې رحمانه وژل کېدل مې تل په زړه کې چړې وهي.”

د دغې بورې مور پر مخ اوښکو کتارونه جوړ کړل او زیاته یې کړه: “د بلخ ولایت په یوه دښته کې مو ژوند کاوه، شاوخوا ۱۲۰۰ مېږې، ۶۰۰ وري، لس اوښان، غواګانې او نور مالونه مو درلودل، د [جنبش ګوند بنسټ اېښودونکي مارشال عبدالرشید] دوستم [ته منسوب] کسان راغلل ټول مالونه یې راڅخه بوتلل او بیا یې راته ویل چې نارینه مو چېرته دي، ما ویل نشته، دوه کسان یې کېږدۍ ته ننوتل څلور میاشتینی زوی مې چې په زانګو کې پروت و، زموږ د سترګو مخ کې یې له پښو ونیو، دوه څېرې یې کړ او همداسې یې پر ځمکه وغورځاوه، زه یې هم پر پښه په ګولۍ وویشتم.”

دې د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې دوه نور زامن یې له دې وېرې چې وسله وال یې له ځان سره بونه ځي، غره ته استولي وو او هلته ووژل شول.

کوچۍ ـ چې اوس یو زوی لري او د هغې ساتونکی او موټرچلوونکی هم دی ـ دا ټولې ناخوالې د سولې د نه شتون له امله بولي او وایي، د هغې د ژوند دغه دردونه او ناخوالې د افغانانو د ژوند یوه کوچنۍ بېلګه ده؛ ځکه چې جګړو ډېر افغانان د دې په څېر د ویر پر ټغر کېنولي، له میندو یې د هغوی د زړه ټوټې زامن اخیستي، او لا هم «پردۍ تپل شوې جګړه» له افغانانو خوښۍ او ژوند اخلي.

هغې خپلې اوښکې پر پړوني پاکې کړې او د پژواک خبریال ته یې په خطاب کې زیاته کړه: “زویه موږ خو ولیدې، خدای دې یې په تاسو نه راولي او خدای دې نور سوله راولي چې دا خونړۍ جګړه نوي نسل ته پاتې نه شي.”

د سولې لپاره د کوچۍ هڅې؛

کوچۍ وایي، ښځو افغانستان کې له پخوا زمانو د شخړو او دښمنیو په پای ته رسولو کې ونډه لرلې ده او افغان ښځو د «پلو غوړولو» په څېر دودونو له لارې ډېرې سترې دښمنۍ او شخړې پای ته رسولې دي.

هغې زیاته کړه: “زه خو کوچۍ یم، په بېلابېلو ولایتونو ګرځېدلې یم، کله به چې د خلکو او کلیو ترمنځ شخړه را منځته شوه، لس وارې، شل وارې به نارینه ورغلل، خو شخړه به حل نه شوه، بیا به مېرمنې ورغلې پلو به یې ورته وغوړاوه او ورته به یې ویل چې دا پلو زموږ نه دی دا د بي بي امنې [د حضرت محمد (ص) مور] پلو دی، دوی به دې ته په احترام شخړه ودروله او سوله به یې وکړه، له قتل او قتال څخه به تېر شول.”

فریده کوچۍ وایي، څه موده مخکې یې له ۳۴ ولایتونو بې پرې او هغه مېرمنې راټولې کړې چې په جګړو کې یې خپل بچي له لاسه ورکړي دي، تر څو قطر ته ولاړې شي او هلته د جګړو د دواړو لوریو مرکچي پلاویو ته د سولې لپاره پلو وغوړوي.

دې وویل چې خپله اقتصادي توان نه لري، خو له ځینو کسانو یې وغوښتل چې د دغو مېرمنو په راټولو او قطر ته د تګ لپاره د امکاناتو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي، خو تر اوسه چا ورسره په دې برخه کې مرسته نه ده کړې.

خو هغه وایي، اوس هم دې کار ته چمتو ده او هڅې کوي چې د پلو غوړولو دود له لارې روانه خونړۍ جګړه ودروي، تر څو ټول افغانان د وروڼو په څېر پر یو ټغر راټول شي.

کوچۍ د ځینو مېرمنو د هغو څرګندونو په اړه چې ګواکې په سوله کې به «لاسته راوړنې» له لاسه ورکړي، وویل: “زه تجربه لرم، زه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو چارو مشره وم، طالبان هیڅکله هم د مېرمنو د کار مخه نه ډب کوي، خو هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې قول لوچه او سرلوچه وي چې هغه اسلام هم له موږ سره نه مني.”

کوچۍ د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، طالبان اوس مهال د مذاکرې مېز ته راغلي، سوله غواړي او سوله کوي، خو حکومت کې د ګوتو په شمار ځینې کسان نه غواړي چې سوله وشي. هغه وایي چې حکومت دې دغه چانس له لاس نه ورکوي.

نوموړې وایي، د هغو کسانو نومونه چې سوله نه غواړي، ځکه نه اخلي چې بیا له دې سره دښمني کوي.

کوچۍ خپل پلو اوږد کړ، وایي ولسمشر ته پلو غوړي او ورته وایي:”د خدای په لحاظ ولسمشره دا جوړه وکړه، پټو په اوږه کړه، خپله ورشه له طالبانو سره کېنه، څوک چې غلطې مشورې درکوي ورته ووایه چې رنګونه مو ورک کړئ. ولسمشر ته یې مشاورین غلطې مشورې ورکوي، دی خو غوږونه لري سترګې نه لري.”

کوچۍ وایي، خلکو د «ترکیې ناستې» ته تمې لرلې چې هېواد کې به ورسره سوله ټینګه شي، خو دا کار هم و نه شو.

هغې اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې د یادې ناستې تر ځنډېدو وروسته هېواد کې جګړې ډېرې خونړۍ شوې او ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابېږي.

کوچۍ د افغانانو ژوند له وېرې ډک ژوند یادوي، وایي:”ټول خلک همدا فکر کوي چې اوس به وژل کېږم، اوس به وژل کیږم، زما زوی چې کله بازار ته ولاړ شي، تر څو چې راځي شل زنګونه ورته وهم چې څه شوې زویه.”

کوچۍ چې کلاشینکوف یې په لاس کې و، ویې ویل چې تر نیمو شپو یې زوی او بیا وروسته له هغه دا خپله پر خپل کور پیره کوي.

دغې د سولې ارمانجنې کوچۍ زیاته کړه: “که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي، [د میدان وردګو بهسودو کې د ناقانونه وسله والو قوماندان] علیپور په شان به دومره یاغیان او باغیان پیدا شي چې حکومت به یې په مهارولو کې پاتې راشي او هېواد به له بحران سره مخ کړي، نو ښه ده چې ژر سوله وشي.”

فریده کوچۍ وایي، دا یې ارمان دی چې سوله وشي او دا د هېواد د ټولو ولایتونو په خلکو په تېره کوچیانو وګرځي او خپل هېوادوال په سوله او خوښۍ کې وګوري.

هغه وایي: “که له سولې مخکې مړه شوم، نو دا ارمان به له ځان سره ګور ته یوسم. “

Visits: 1393

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.