ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو د کندهار د دهلې بند نیولی دی

وسله والو طالبانو د کندهار د دهلې بند نیولی دی

author avatar
6 May 2021 - 15:39
وسله والو طالبانو د کندهار د دهلې بند نیولی دی
author avatar
6 May 2021 - 15:39

کندهار (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۰): که څه هم چارواکي رسماً د وسله والو طالبانو له خوا د دهلې بند د نیولو په اړه معلومات نه ورکوي، خو د شاولیکوټ ولسوالۍ سیمه ییزې سرچینې وايي چې دهلې بند تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، د دغه بند د ساتونکو پر پوستو له تېرو دوو اوونیو راهیسې جګړه روانه وه او وسله والو طالبانو تېره اوونۍ له دغه بند سره نښلوونکی پول هم په ماینونو الوځولی و.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه لوړ پوړي دولتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دهلې بند تېره شپه وسله والو طالبانو نیولی او لا هم دغه بند ته نژدې په زرتاله، مردژي او نورو سیمو کې جګړه روانه ده.

سرچینې زیاته کړه، ځايي امنیتي ځواکونو د دغه بند ساتنه وکړه، خو ولایتي او مرکزي چارواکو د دغو ځواکونو د اکمال او تجهیز په برخه کې اقدام و نه کړ.

د یادې شوې سرچینې په خبره، د دغه بند د ساتلو وروستۍ پوسته تېره شپه سقوط شوه چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دی وايي، د وسله والو په لیکو کې بهرني جنګیالي هم لیدل شوي او همدا د اندېښنې وړ خبره ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېر ژر به د دهلې بند د خوندیتوب په موخه عملیات پيل شي.

هغه زیاته کړه، په دې اړه پلان جوړ شوی او د اغېزناکو ګامونو اخیستلو په درشل کې دي.

بل خوا په کندهار کې د ارغنداب سیندېزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي پژواک ته وویل، د دهلې بند د هېواد ګډه ملي شتمني ده چې باید په ساتنه کې یې ټولې ښکېلې غاړې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاته کړه، دغه بند د کندهار د اووه ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي او د دې ولایت ۷۰ سلنه کرنه پر همدې بند ولاړه ده.

دی وايي، که خدای مه کړه د دغه بند وال هاوس ته زیان رسېږي نو دا به د ټول هېواد لپاره نه محاسبه کېدونکی زیان وي.

خو ده هیله وښودله چې د جګړې ښکېلې غاړې به د دغې ملي شتمنۍ په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کوي.

د هلمند له کجکي بند وروسته دهلې بند د هېواد په کچه د اوبو لوی بند دی چې په دې وروستیو کې یې د ددېوالونو د لوړو پروژه هم پیلېدونکې وه.

دغه بند ته د نژدې کلیو اوسېدونکي وايي چې د جګړې له امله ګڼې کورنۍ امن سیمو ته کډوالې شوې دي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د زرتالې سیمې اوسېدونکي احمد الله پژواک خبري اژانس ته وویل، بند ته څېرمه د ټکتو، ناسربوګري، بایغز، لوی چمن، کښته چمن، زرتالې، احمدواله او کلاکلي څخه تر ۳۰۰ زیاتې کورنۍ له تېر ماښام راهیسې کډوالې شوې دي.

د کندهار کروندګر او باغ لرونکي د دهلې بند نیول کېدو سخت اندېښمن کړي او وايي، دغه بند داسې مهال د وسله والو طالبان لاس ته لوېږي چې له یوې خوا د پسرلي په راتګ په تمه و چې اوبه به یې راخوشې کېږي او له بلې خوا یې په نژدې راتلونکې کې د دېوالونو د لوړولو چارې پيلېدونکې وې.

دا چې سږ کال کم اورښتونه شوي له همدې امله تر اوسه د دغه بند اوبه نه وې خوشې شوې.

د دهلې بند پروژه چې ټاکل شوې روان کال پیل شي، څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

چارواکي وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري.

اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

د یادونې ده چې وسله وال طالبان د دهلې بند په داسې حال کې نیسي چې تېره ورځ د ولایت مقام په امنیتي غونډه کې نظامي مسوولینو ته ډاډ وړاندې کړ چې د دهلې بند په شاوخوا کې یې د وسله والو د ګواښونو مخنیوی کړی او په راتلونکو څو ورځو کې به د شاولیکوټ ولسوالۍ امنیت په بشپړه توګه خوندي شي.

وسله والو طالبانو لا د دهلې بند د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

 

Views: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.