ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د مخکنیو درېيو اوونیو په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر ټولو کمه وه

تېره اوونۍ د مخکنیو درېيو اوونیو په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر ټولو کمه وه

author avatar
8 May 2021 - 16:44
تېره اوونۍ د مخکنیو درېيو اوونیو په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر ټولو کمه وه
author avatar
8 May 2021 - 16:44

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ افغانستان کې د سولې لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې روانې وې او په دغه اوونۍ کې که څه هم چې جګړې زورورې وې، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو څلورو اوونیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلې ده.

د تېرې اوونۍ مهمې پېښې

  • امریکایي چارواکي: که طالبان سوله ونه کړي، له جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره درېږو.
  • ناټو، امريکا، اروپايي ټولنه او بريتانيا: افغانستان کې په زور د هر ډول حکومت له جوړولو سره مخالف یو.
  • ترویکا هېوادونه: پر طالبانو د ملګرو ملتونو له خوا د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو په اړه دې بیا کتنه وشي.
  • طالبان: په تورو نوملړونو کې مو د مشرانو د نومونو شتون د سولې لپاره ستر خنډ دی.
  • طالبان: افغانستان کې «قوي اسلامي نظام» ته اړتیا ده.
  • احمد مسعود: که طالبان د سولې له خبرو سرغړونه وکړي «مجاهدین» پوځي اقدام ته چمتو دي.
  • وړمه اوونۍ ۲۳۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره اوونۍ دغه کچه ۶۳ ته لوېدلې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په لسو ولایتونو (فراه، خوست، لوګر، پکتیکا، کابل، فاریاب، کندوز، ننګرهار، کندهار او پکتیا) کې د ۱۴ بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي. د دغو مرګ ژوبلې مسوولیت هېڅ لوري نه دی منلی.

var divElement . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.