Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبان: د واک انحصار نه غواړو، خو ايتلافي حکومتونه نتيجه نه ورکوي

کابل (پژواک، ١٨ غويى ١٤٠٠) : د طالبانو د قطر دفتر وايي چې دوى د واک انحصار نه غواړي، خو په تاریخي لحاظ په افغانستان او نړۍ کې څو ګونديزو ايتلافي حکومتونو پايله نه ده ورکړې او له دې وروسته يې هم نه ورکوي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په ټويټر کې ليکلي چې د دوى د مذاکراتي ټيم مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د امریکا، اورپايي ټولنې، جرمني، بریتانیې، ناروې، فرانسې، ايټاليا، او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او سفیرانو په يوې غونډه کې د انلاين کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

هغه زياته کړې،  د طالبانو پلاوي د یاد کنفرانس ګډونوالو سره د خپلې تګلارې، د سوله ييز حل او نورو بېلابېلو سياسي موضوعاتو په اړه معلومات او خپل نظر شریک کړ.

ډاکتر نعيم وايي، د طالبانو دريځ له پيله دا دی چې ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې هوارې شي‌، طالبان د دوحې تر تړون لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو وو، خو مقابل اړخ پروسه شپږو مياشتې وځنډوله. که نه اوس به ډېر پر مختګ شوی وای.

ده ويلي : (( موږ تمه لرو، چې د خبرو اترو له لارې د ستونزو هواري ته ورسیږو. د يادونې وړ ده چې د مذاکراتو د پرمختګ پر وړاندي خنډونه بايد لرې شي د طالبانو د مشرانو او غړو نومونه له تور لیست څخه وايستل شي. ))

د قطر دفتر وياند وايي، له امریکا سره دې د تړون پر اساس ټولې ژمنې عملي شي، په ځانګړي  ډول د بندیانو په اړه، تر څو د سولې پر پروسې باور زیات شي.

د هغه په وينا، طالبان د واک انحصار نه غواړي، دوى د سولې د مذاکراتو له لارې د داسې نظام را منځ ته کول غواړي چې د افغان ولس د ارمانونو او هيلو ممثل وي.

ده زياته کړې، په افغانستان کې د ګډوډيو مخنیوي لپاره بايد يو قوي اسلامي نظام را منځته شي، داسې نظام چې هم د هېواد استقلال او ارضي تماميت وساتي او هم قانون په هر چا عملي کړي.

هغه وايي، په تاریخي لحاظ په افغانستان او نړۍ کې څو ګونديزو ايتلافي حکومتونو پايله نه ده ورکړې، له دې وروسته یې هم نه ورکوي.

ډاکټر نعيم ويلي، نړيوالې ټولنې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالره مرسته وکړه، خو د ولس په درد يې ونه خوړه، بلکې د ځانګړو کسانو جيبونو ته لاړه.

ده زياته کړې : (( موږ نه غواړو چې ځوانان مو له هېواد څخه مهاجر شي، موږ غواړو چې ځوانان مو په خپل هېواد کې ژوند او روزګار ولري او تللي هم بېرته راشي.))

طالبانو هغو ځوانو طبقو ته چې له تېرو شلو کلونو راهیسي د اقتصادي ستونز او ناامنیۍ له امله فرار کوي، ډاډ ورکړى چې افغانستان د ټولو کور دی، طالبان دې ته ژمن دی چې د دوى لپاره هر ډول شرایط برابر کړي، هېواد او ولس ستاسو خدمت ته اړتيا لري.

ده زياته کړې : (( افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی، موږ ژمنه کوو چې د ټولو افغانانو لپاره سوله امیزه او سوکاله افغانستان ولرو. موږ خپلو خویندو ته اطمینان ورکوو چې د دوی ټول هغه حقوق به تضمینيږي چې اسلام او افغاني عنعناتو ورکړي. په دې اړه دې زموږ خویندې، میندې او نړیوال اندېښنه نه کوي.))

هغه ويلي، طالبان په راتلونکې مرحله کې ټولو بهرنیو دیپلوماټانو، ژورنالېستانو، بشري برخه کې د موسسو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت به خوندي کوي. دوی دې هیڅ اندېښنه نه کوي.

نوموړي زیاته کرې، اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان خاوره داسې خوندي کړي چې له هغه څخه ګاونډیانو او نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې نه شي او همدا هیله له ګاونډیانو او نړیوالو څخه هم لري.

د هغه په وينا، د افغانستان په راتلونکي نظام کې به ټول افغانان د شریعت او ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ له حقوقو څخه برخمن وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.