Language

طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ١٤٠٠):وسله والو طالبانو د راتلوونکي کوچني اختر په درېيو ورځو کې په هېواد کې د اوربند اعلان کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم تېره شپه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې له دې کار څخه يې موخه د " امن او باور د فضا" رامنځته کول دي.

په دغې خبرپاڼه کې طالبانو خپلو وسله والو ته امر کړی چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې څخه تر درېيمې ورځې پورې په ټول افغانستان کې يرغليز بريدونه بند کړي.

دوى دغه راز خپلو وسله والو ته لارښوونه کړې چې که په دغو ورځو کې ورباندې برید وشي له خپل ځان او تر کنټرول لاندې سیمو څخه دې دفاع وکړي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې څو اخترونو کې هم د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان شوی و چې پرمهال يې یو شمېر طالب وسله وال له اوربند څخه په ګټې اخیستنې ځینو لویو ښارونو ته تللي وو.

خو په دغه خبرپاڼه کې وسله والو طالبانو خپلو وسله والو ته ویلي چې د اوربند پر مهال د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ نه شي او نه دې هم دولتي کسانو ته د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د داخلېدو اجازه ورکوي.

وسله وال طالبان داسې مهال د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په غبرګون کې ويلي، چې د هېواد د روان بحران د حل لاره د مذاکراتو پروسې ته پرمختګ ورکول او دايمي اوربند دى.

سرچينې زياته کړې چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت هم د اخترونو په ورځو کې يو اړخيز اوربندونه اعلان کړي دي، که څه هم دا خلکو ته د لنډمهاله ارامۍ چانس ورکوي، خو اړتيا ده چې د تلپاتې سولې لپاره کار وشي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ويلي چې د افغانستان شخړه نظامي حل لاره نه لري، دتېرو څلورو لسيزو تجربو ښودلې چې تاوتريخوالى او وژنې د حل لاره نه ده، بلکې شخړه يې نوره هم پېچلې کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.